د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیایي جام سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې وركړه. د کرکټ د اسیایي شورا اړونده دا یو ورځنۍ لوبه د کب په ۱۰مه، د بنګله دیش په فتح الله ښار کې ترسره شوه. د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته وویل چې د دې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیایي جام سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې وركړه.
د کرکټ د اسیایي شورا اړونده دا یو ورځنۍ لوبه د کب په ۱۰مه، د بنګله دیش په فتح الله ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته وویل چې د دې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
هغه افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۴ منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې د ۲۵۵ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لومړي لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او په ۹۰ منډو کې یې ۶ لوبغاړي سوځیدلي وو، خو وروسته سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او منډې یې تر ۲۵۴ منډو ورسوله.
اصغر ستانکزي ۹۰ ناسوځیدلې منډې وکړې او سمیع الله شینواري به ۸۱منډو وسوځید. دغه راز نوروز منګل ۲۴ او نجیب الله ځدران ۲۱ منډې جوړې کړې.
د بنګله دیش لوبغاړو دافغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې په ۲۲ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۲ منډو په توپیر سره وګټله.
دافغانستان دکرکټ په تاریخ کې د کرکټ دیوه بشپړغړیتوب او لومړۍ درجې لرونکي هیواد پر وړاندې دا لومړۍ بریا وه.
دافغانستان پیاوړی لوبغاړی سمیع الله شینواری چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه ځلیدلی و، ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر لوبې وروسته د بنګله دیش د لوبډلې کپتان مشفق الرحیم د افغانستان د لوبډلې ستاینه وکړه او ویې ویل چې افغان لوبډلې د کرکټ په هره برخه کې تر دوی ښه لوبه وکړه.
هغه زیاته کړه چې په توپوهنه کې سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي ډیره ښه لوبه وکړه، خو بیا وروسته په توپ اچونه کې افغان لوبغاړو خپله وړتيا وښوده.
د افغانستان لوبډل مشر د لوبې په وروستیو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد پر وړاندې دا د دوی لومړی بریا ده او دوی خپله خوښي نه شي بیانولی.
هغه زیاته کړه چې په دې بریا کې د لوبغاړو د ښې لوبې ترڅنګ د افغانستان د کرکټ د مینه والو او هیوادوالو دعاګانو ډیر لاس و.
د دې لوبې غوره لوبغاړي سمیع الله شینواري وویل چې ټولو لوبغاړو په ګډه په دې بریا کې ونډه درلوده دغه راز هغه د روزونکو د هڅو ستاینه هم وکړه، چې له دوی سره یې کوی.
هغه زیاتوي د دوی موخه داوه، چې ټول ۵۰ اورونه ولوبوي او له اصغر ستانکزي سره یې په ګډه دغه کار وکړ او یو ښه هدف یې بنګله دېش ته ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


