ads

اوباما پنټاګون ته له افغانستانه د ټولو ځواكونو د وتلو د پلان جوړولو امر كړى

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما پنټاګون ته امر کړى، چې که افغان حكومت د امنيتي سند له لاسليکه ډډه وکړي، د روان ۲۰۱۴ کال ترپايه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان جوړکړي. سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما پنټاګون ته امر کړى، چې که افغان حكومت د امنيتي سند له لاسليکه ډډه […]

نویسنده: TKG
7 کب 1392
اوباما پنټاګون ته له افغانستانه د ټولو ځواكونو د وتلو د پلان جوړولو امر كړى

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما پنټاګون ته امر کړى، چې که افغان حكومت د امنيتي سند له لاسليکه ډډه وکړي، د روان ۲۰۱۴ کال ترپايه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان جوړکړي.

سپينه ماڼۍ وايي، جمهوررئيس بارک اوباما پنټاګون ته امر کړى، چې که افغان حكومت د امنيتي سند له لاسليکه ډډه وکړي، د روان ۲۰۱۴ کال ترپايه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان جوړکړي.

د سپينې ماڼۍ په وينا، بارک اوباما دغه خبره جمهوررئيس حامد کرزي ته تېره شپه په ټيليفوني خبرو كې کړې او دا يې هم ورته ويلي، چې که دغه سند بالاخره لاسليک شي، امريکا ښايي له ۲۰۱۴ کال  وروسته محدود شمېر سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

سپينې ماڼي ويلي، جمهوررئيس اوباما پنټاګون ته دغه امر ځکه کړى، چې داسې ښکاري چې، افغان جمهوررئيس دغه سند نه لاسليکوي.

بلخوا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې  په دغو ټيليفوني خبروکې دواړو جمهوررئيسانو راتلونكو ټاكنو ته د چمتووالي، د سولې د بهير، د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند او د يو لړ نورو سيمه ييزو مسايلو په اړه خبرې وکړې.

بارک اوباما يوځل بيا له ټاكنو مخکې د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند د لاسليکېدو غوښتنه كړې، خو جمهوررئيس كرزي ويلي، لومړى بايد په هېواد كې د سولې بهير په عملي توګه پيل شي، ځكه چې دا د افغانستان د خلکو يوه حياتي غوښتنه ده.

هغه له بارک اوباما څخه غوښتي، چې د سولې د پروسې د عملي پيليدو لپاره دې په ګډه کار وشي، ترڅو د امنيتي سند د لاسليک لپاره زمينه برابره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA