د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور کې د ايران قونسلګرۍ مخې ته ځانمرګي بريد شوى چې له كبله يې دوه پوځيان وژل شوي او ٩ نور يې ټپيان کړي دي.
په پېښور كې امنيتي مسئولينو ويلي چې بريد پرون ماښام په يونيورستي ټاون سيمه کې د ايران قونسلګرۍ ته څېرمه رامنځ ته شوى دى.

ده زياته کړې، د بريد کوونکي موخه د ايران قونسلګرۍ وه، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، په ياده سيمه کې يې د ملېشو پر پوستې بريد کړى او ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه پوځيان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
ددې پېښو مسووليت تردې مهاله چا پرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ