ټاكل شوې نن د پنځو هېوادونو تر منځ د كركټ اسيايي سيالۍ پيل شي. د دغه سياليو لومړۍ لوبه به نن د پاكستان او سريلانكا هېوادونو تر منځ ترسره شي.
ټاكل شوې نن د پنځو هېوادونو تر منځ د كركټ اسيايي سيالۍ پيل شي.
ددغه سياليو لومړۍ لوبه به نن د پاكستان او سريلانكا هېوادونو تر منځ ترسره شي.
په سږنيو اسيايي سياليو كې افغانستان، پاكستان، هندوستان، بنګلدېش او سريلانكا لوبډلې برخه لري.
ټاكل شوې افغانستان د پنجشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د پاكستان پر وړاندې تر سره كړي.
تر دې وروسته به افغانستان د مارچ په لومړۍ نېټه له بنګلدېش، د مارچ په ۳ مه له سريلانكا او د مارچ په پنځمه نېټه له هندوستان سره د لوبې ډګر ته ووزي.
دا لومړى ځل دى چې افغانستان په اسيايي سياليو كې لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


