د ناټو سرمنشي وايي پاكستان كولى شي دافغانستان دسولې د پروسې په بريالي كولو کې كارنده رول ولوبوي. د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون په بروكسل كې يو شمېر افغان ژورنالستانو سره په خبرو كې همداراز وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه
د ناټو سرمنشي وايي پاكستان كولى شي دافغانستان دسولې د پروسې په بريالي كولو کې كارنده رول ولوبوي.
د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون په بروكسل كې يو شمېر افغان ژورنالستانو سره په خبرو كې همداراز وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه كې به د افغانستان پر روان حالاتو بحث د دې غونډې له مهمو موضوع ګانو څخه وي.
راسموسن تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه وويل، چې دا به د مشورو، همکاريو او روزنې يو نوى ماموريت وي او افغانان به يوازې نه پرېږدي.
راسموسن يو ځل بيا دافغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند پر لاسليک ټينګار وکړ او په دې يې خواشيني څرګنده کړه، چې دا سند ژر لاسليک نه شو.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان راروانې ټاکنې رڼې ، عادلانه او افغان شموله وي او نتيجې يې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
ټاكل شوې ده چې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه سبا چارشنبې د بلجيم په مركز بروكسل كې جوړه شي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


