په دې وروستيو كې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ډلې اعلان وكړ چې د ۱۳۹۳ كال په جمهوري رياست ټاكنو كې به له قطب الدين هلال څخه ملاتړ وكړي.
په دې وروستيو كې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ډلې اعلان وكړ چې د ۱۳۹۳ كال په جمهوري رياست ټاكنو كې به له قطب الدين هلال څخه ملاتړ وكړي.
دغه اعلان كابل ته د يو راغلي پلاوي په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والې ډلې د سياسي كمېټې غړي غيرت بهير هم رسنيو سره په خبرو كې تاييد كړ او زياته يې كړه په دې اړه پرېكړه د ګوند د اجرایيوي شورا لخوا تاييد شوې ده.
اوس كه څه هم د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ په كابل كې د حزب اسلامي سياسي ګوند دا ملاتړ رد كړى او د يوې اعلاميې د خپرولو په ترڅ كې يې د حزب اسلامي ډله يوازې د ارغنديوال په مشرۍ د قبول وړ او د حمكتيار ډله باطله بللې، خو بيا هم په ټاكنو كې د حكمتيار د ډلې ګډون شنونكي په دې فكر كولو ته اړ كړي چې ايا د حزب اسلامي په څېر وسله والې ډلې نور له جګړې ستړې شوي او كه د ډيموكراټيكو تګلارو منلو ته يې ميلان زيات شوى دى.
د چارو شنونكى استاد رضوان الله بشرمل په دې اړه مثبت نظر لري او وايي، كه خبره هر څه ده، خو له ټاكنو څخه د دې وسله والې ډلې ملاتړ هيله بښوونكى دى. بشرمل وايي، د حكمتيار د ډلې لخوا پر خپلو پلويانو دا غږ كول چې په ټاكنو كې پراخه ونډه واخلي، په ټاكنو كې د امنيتي اوضاع په كنټرول كې مهمه ونډه لرلى شي.
نوموړى د حكمتيار د ډلې سياسي ثبات په اړه يو څه شكمن هم دى، خو وايي كه راتلونكو ټاكنو كې رښتيا د حكمتيار وسله واله ډله له ګډوډۍ لاس واخلي او خلكو ته اجازه وركړي څو خپلې رايې وكاروي، نو دا به په دې معنی وي چې ياده ډله له جنګه ستړې او د ډيموكراټيكو تګلارو پلي كولو ته يوه ژمنه ډله ده چې خبرې هم ورسره امكان لرلى شي: (( زه خو په دې باور يم چې مخالفتونه له اوج څخه د زوال په لور دي. تاسو وليدل چې د سولې په اړه د معتصم اغا جان وروستۍ څرګندونې هم هيله بښوونكې وې. دا هم ښه خبره ده چې د حكمتيار ډله ټاكنو كې برخه اخلي، خو دوى باید له جنګه هم لاس واخلي. دوى بايد په عمل كې ډيموكراسي ته ژمنتيا وښيي، ځكه ۱۲ كاله جګړې نه طالبانو ته څه په لاس وركړل او نه هم حكمتيار ډلې ته. دوى دې نور يوازې د خپل واك فكر نه كوي، بلكې سياسي مبارزه دې وكړي، كه خلكو ته د منلو وړ وو، نو د هغوى په رايه دې واك واخلي، كه نه د راتلونكي لپاره دې خپل سياسي كدرونه وړاندې كړي.))
د پكتيا پوهنتون استاد عارف حقپرست هم ورته ټكو ته اشاره كوي، دى وايي اوسني ګوندونه يوازې د سياسي مبارزې، ډيموكراټيكو اصولو او اساسي قانون په رڼا كې خپلو اهدافو ته رسېدلى شي، نه د جنګ او جګړې له لارې.
حقپرست زياتوي، له همدې كبله اوس د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته هم له سياسي مبارزې پرته بله لاره نه ده پاتې: (( په اوسني سياست كې د دروغو وعدې، د ارزښتونو ناوړه استعمال او د خپل واك لپاره د نورو جنګول اصول نه دي، زه وايم د حكمتيار او نورې وسله والې ډلې دې په سياسي مبارزه كې راګډې شي، يوه ښه تګلاره دې ولس ته وړاندې كړي او د دې هېواد په رغونه كې دې خپله نيك نيت عملا وښيي، ځكه له جګړې يې هېڅ ترلاسه نه كړل بې له ستړيا.))
خو ډاكټر سديس نيازى بيا له قطب الدين هلال څخه د حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ملاتړ د دې ډلې سياسي بې ثباتي بولي، دى وايي، حكمتيار ډلې په لومړيو كې قطب الدين هلال يو خپلسرى سړى بللى و او زياته كړې يې وه چې نوموړى د حكمتيار د حزب اسلامي استازيتوب نه شي كولى: (( زه دا ډله په تصميمونو كې بې ثباته بولم، تر اوسه همدې ډلې له هلال سره تضاد څرګنداوه، مګر اوس يې ملاتړ كوي، تېر ځل انتخاباتو كې هم د حكمتيار ډلې امنيتي مشكلات پېښول، خو اوس يې ملاتړ كوي. دا د دې ډلې ستړيا او بې ثباتي څرګندوي، نو د دې لپاره پكار ده چې حزب اسلامي د افغانستان د اساسي قانون په احترام وسله کېږدي او له حكومت سره يو ځاى شي، تر څو كم تر كمه د جګړې يوه تله سپكه شي.))
ډاكتر سديس پر نورو وسله والو مخالفينو هم غږ كوي چې د راتلونكو ټاكنو د شفافيت او ښه ترسره كېدا لپاره له جګړې لاس واخلي او خلك پرېږدي چې خپله رهبري په خپله خوښه وټاكي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


