ads

د فساد پرضد د ځوانانو د مبارزې هڅې

په پكتيا كې يو شمېر ځوانانو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د كنفرانسونو، غونډو او وركشاپونو له لارې د خلكو د بېدارۍ لړۍ پرانستې او وايي، له دې لارې غواړي چې پر خلكو د اداري فساد پر ضد  راپورته كېدو غږ وكړي. په پكتيا كې يو شمېر ځوانانو د اداري فساد پر […]

نویسنده: TKG
5 کب 1392

په پكتيا كې يو شمېر ځوانانو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د كنفرانسونو، غونډو او وركشاپونو له لارې د خلكو د بېدارۍ لړۍ پرانستې او وايي، له دې لارې غواړي چې پر خلكو د اداري فساد پر ضد  راپورته كېدو غږ وكړي.

په پكتيا كې يو شمېر ځوانانو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د كنفرانسونو، غونډو او وركشاپونو له لارې د خلكو د بېدارۍ لړۍ پرانستې او وايي، له دې لارې غواړي چې پر خلكو د اداري فساد پر ضد  راپورته كېدو غږ وكړي.

ارش ننګيال چې تېره اوونۍ يې په دغه ولايت كې د دغسې يو دوه ورځني وركشاپ لارښوونه كوله، وايي اداري فساد ملكي خلك پر دولت بې باوره كړي او تر څو چې د فساد د اصلي عاملينو يا زورواكانو پر ضد د درېدو شعور راپورته نه كړاى شي، دا مسئله به د حكومت او خلكو تر منځ واټن لا زيات كړي: (( ځوانان د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کوي، خو داسې څوک نشته چې ملاتړ يې وکړي. د دې لپاره چې ټول خلك له ځوانانو سره يوه خوله شي، نو ځكه مو دا ډول وركشاپونه رامنځته كړل.))

د پكتيا يو شمېر نور ځوانان هم ورته  نظر لري او وايي،  دوی د فساد د مخنيوي لپاره تر يو بريده خپل مسووليت ادا کړی، خو نظام تر ډېره د داسې کسانو ګډوله دی چې په اداري فساد يې لمنې ککړې دي.

سيدجمال اصف خېل په دې اړه داسې وايي: ((ډېر خلک په دې نه پوهېږي، چې اداري فساد يعنې څه؟! نو دې لپاره لومړی عامه پوهاوی په کار دی، دويم دا چې خلکو ته د دې مبارزې لارې چارې ورښودل په کار دي، مدني فعاليتونه، ټولنيز خوځښتونه او نورې لارې چارې عامول په کار دي.))

د پکتیا ولايت يو بل زلمی عبدالصمد پکتين هم ورته خبره کوي او زياتوي، ځوانان اوس تر ډېره په دې پوهېدلي چې اداري فساد يوه ټولنيزه او لويه ستونزه ده چې پر وړاندې یې د مبارزې اړتیا احساسېږي.

ځينې حکومتي چارواکي هم د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځوانانو رول مهم يادوي، دوی غوښتنه کوي چې ځوانان د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته مټې را ونغاړي.

د پكتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد شفا مشفق په دې اړه د ځوانانو له فعاليتونو خوښ برېښي، دى وايي يوازې ځوانان كولى شي چې د اداري فساد مخه ونيسي: (( ځوانان زموږ د ټولنې نږدې ۸۰ فيصده برخه جوړوي، ماسره په دفتر كې هم اكثره مامورين ځوانان دي، بل دا چې دوی د هېواد بشري ځواک دی او راتلونکی يې په ځوانانو پورې تړلی دی، دوی بايد مدني خوځښتونه پر لاره واچوي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA