د افغان سولې د بهیر دښمنې کړۍ نه پرېږدي چې په افغانستان کې سوله او ثبات یقیني شي. خو د دې لپاره چې د سولې پروسه يوې کوټلې پايلې ته ورسېږي، کلک هوډ او رښتينولۍ ته اړتیا لري.
د افغان سولې د بهیر دښمنې کړۍ نه پرېږدي چې په افغانستان کې سوله او ثبات یقیني شي. خو د دې لپاره چې د سولې پروسه يوې کوټلې پايلې ته ورسېږي، کلک هوډ او رښتينولۍ ته اړتیا لري.
له څو کلونو راهيسې چې د افغان دولت او مخالفانو ترمنځ يې د سولې کومې هڅې شوې، مخکې تر کومې پايلې له ستونزو سره مخ شوې دي. په تېرو کلونو کې هغه شمېر طالب قوماندان چې له افغان دولت سره د سولې د بهیر ملاتړي وو، په پېښور، کراچۍ او کويټه کې د ای اس آی له خوا نیول شوي او بندیان شوي او یا هم د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.
په تېرو څو کلونو کې ورته پېښې شوې. لومړی د طالبانو دوه مهم او اساسي چارواکي لکه ملا برادر او ملا عبیدالله د پاکستان له خوا ونیول شول او بندیان شول. خو په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان طالبانو د غړو په وژلو کې په حیرانوونکې بڼه زياتوالى راغلى او په پېښور کې د ملا عبدالرقيب تر مرموزې وژنې مخکې، د تېر کال د دسمبر په ٢٧مه نېټه هم د دې هېواد د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوېټه کې نامعلومو وسله والو د افغان طالبانو دوه جګپوړي قومندانان او د کويټې د شورا غړي ملا نور الله هوتک او ملا عبدالمالک هم په ډزو وژلي وو.
ملا عبدالرقیب چې تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې ووژل شو، د هغې ډلې مشري کوله چې له افغان دولت سره د سولې د خبرو ملاتړې وه. ملا رقیب د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر و، په هغه وخت کې د طالبانو د ماليې وزیر چې هغه هم څه موده مخکې په کراچۍ کې ټپي شوی و او اوس په سعودي او دوبۍ کې د سولې د یو بهیر تنظیموونکی دی، ويلي دا د اندېښنې وړ مساله ځکه ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د هغو طالب قوماندانانو وژل زیات شوي چې د سولې پلوي دي.
شنونکي هم اندېښمن دي او وايي چې که چېرته دغه لړۍ دوام وکړي، د سولې روان بهیر به ټکنی شي.
ملا رقیب په داسې حال کې وژل کېږي چې د طالبانو او افغان دولت استازي په سعودي کې د سولې په خبرو اترو بحث کوي. ملا اغا جان وايي چې له دوی سره په دې بهیر کې ډېر قوي طالب قوماندانان ملګري دي او دوی به هڅه کوي چې د سولې د خبرو لړۍ کامیابه کړي. تر دې مخکې هم د ملااغا جان په هڅو له هیواده بهر ځينې ورته هڅې شوې او دا هيله يې پیدا کړې چې ښايي ډېر ګټور پرېوځي. خو که په پاکستان کې د هغو افغان طالب قوماندانانو وژل ونه درول شي، چې د سولې او خبرو اترو پلوي دي، دا هڅې به کومې څرګندې پايلې ته ونه رسېږي.
د یو واقعیت په توګه د دې خبرې منل دا ایجابوي چې افغان دولت د دغو وژنو په اړه څېړنو ته مټې ونغاړي او خپل باور لا زیات کړي. پرون ولسمشر کرزي د ملا رقیب وژنه د سولې لپاره یوه قرباني وبلله او له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړه. خو دولت ته په کار ده چې دا پېښه جدي وګڼي او ورسره جدي دريځ غوره کړي. ځکه هر ځل چې کوم طالب قوماندان په پېښور او کوېټه کې وژل شوي، ویل شوي چې دوی له افغان دولت سره د خبرو ملاتړي وو. پرته له دې دا خو څرګنده ده چې د افغان سولې دښمنې کړۍ نه پرېږدي چې سوله کامیابه شي.
په سعودي او دوبۍ کې د یو شمېر طالب قوماندانانو راټولېدل او پر سولې خبرو اترو ته د هغوی چمتو والی، دا هيله راپيدا کړې چې د سولې د خبرو اترو او په افغانستان کې جنګ جګړو ته د پای ټکي اېښودلو هڅې یو ځای ته رسیدلای شي. خو په کار ده چې دغه بهیر تقویه شي او د لا تقویه کولو لپاره يې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وشي. دا هغه هيله او بهیر نه دی چې د شعار په توګه ځينې کار واخستل شي بلکې رښتني هوډ او کار ته اړتیا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

