ads

د تورخم – جلال اباد د دويم سړك د جوړېدو چارې پيل شوې

د پاکستان لخوا د تورخم ـ جلال اباد لويې لارې د دویم سړک د جوړېدو چارې تر اوږده ځڼده وروسته یوځل بیا پیل شوې. افغان چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو په لړ کې د پېښور ـ جلال اباد اورګاډي پټلۍ، د کونړ پرسيند د برېښنا بند او له د پاکستان لخوا […]

نویسنده: TKG
5 کب 1392
د تورخم – جلال اباد د دويم سړك د جوړېدو چارې پيل شوې

د پاکستان لخوا د تورخم ـ جلال اباد لويې لارې د دویم سړک د جوړېدو چارې تر اوږده ځڼده وروسته یوځل بیا پیل شوې. افغان چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو په لړ کې د پېښور ـ جلال اباد اورګاډي پټلۍ، د کونړ پرسيند د برېښنا بند او له

د پاکستان لخوا د تورخم ـ جلال اباد لويې لارې د دویم سړک د جوړېدو چارې تر اوږده ځڼده وروسته یوځل بیا پیل شوې.

افغان چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو په لړ کې د پېښور ـ جلال اباد اورګاډي پټلۍ، د کونړ پرسيند د برېښنا بند او له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږد پر پروژو هم خبرې شوي.

د یکشنبې په ورځ د دې پروژو په پرانیستغونډه کې د افغانستان او پاکستان د ماليې وزیرانو ترڅنک د دواړو هېادونو سفيرانو د ولس ځینو استازو او ولایتي چارواکو برخه لرله.

د تورخم ـ جلال اباد سړک د جوړولو کار شاخوا پنځه کاله دمخه د پاکستان له لورې پیل شو، چې د یو لاس سړک تر جوړېدو وروسته یې د دویم لاس چارې نیمګړې پاتې شوې.

د پاکستان د ماليې وزیر محمد اسحق ډار وویل، هېواد يې له افغانستان سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالل غواړي.

هغه وویل چې د پنځه میلیارده کلدارو په ارزښت د سړک د یادې پروژی چارې پخوا اویا سلنه بشپړې شوې او پاتې نورې دېرش سلنه چارې به یې هم ډېر زر ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخیلوال د تورخم ـ جلال باد سړک د دواړو هېوادونو سوداګريزې پراختيا او ترانزيتي ستونزو حل لپاره مهم وباله .

زاخیلوال دا هم وویل چې دواړوه هېوادونو د پېښورـ جلال اباد ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په غځولو، د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو او له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا په لېږدولو هوکړه کړې .

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودین د تورخم- جلال اباد د دويم سړک د جوړېدو د کار پر بیا پيلېدو  خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې د سړک په جوړېدو سره به د ګڼو ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

لودین له پاکستانیو چارواکو وغوښتل چې د لومړي لین جوړ شوي سړک زیانمنې شوې برخې هم ورغوي او زیاته یې کړه، چې دغه ډول چارې د دواړو هېوادو اړیکې ټینګوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA