ads

جنوبي افريقا افغان لوبډلې ته ماتې وركړه

د جنوبي افريقا د كركټ نولس كلنې لوبډلې تېره ورځ د د ۱۹ کلنو د نړيوال جام په منځلوبه يا كواټرفاينل كې افغانستان ته ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د جنوبي […]

نویسنده: TKG
5 کب 1392
جنوبي افريقا افغان لوبډلې ته ماتې وركړه

د جنوبي افريقا د كركټ نولس كلنې لوبډلې تېره ورځ د د ۱۹ کلنو د نړيوال جام په منځلوبه يا كواټرفاينل كې افغانستان ته ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د جنوبي افريقا د كركټ نولس كلنې لوبډلې تېره ورځ د د ۱۹ کلنو د نړيوال جام په منځلوبه يا كواټرفاينل كې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د كركټ نولس كلنې لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۵ اورونو كې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۹۸ منډو هدف وټاكه، خو د جنوبي افريقا لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ په ۳۹ اعشاريه ۲ اورونو كې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه كړ او لوبه يې وګټله.

افغانستان تردې وړاندې له اسټراليا او نميبيا څخه لوبې ګټلې وې، خو بنګله دېش ته يې بايللې وه.

ټاکل شوې ده، چې د دې سياليو د پنځم مقام لپاره افغانستان له ويسټ انډيز سره لوبه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA