ads

جلال اباد كې د پښتورګو روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه د پاکستان په مالي لګښت د پښتورګو ناروغانو درملنې لپاره جوړشوى روغتون ګټی اخیستنې ته وسپارل شو. د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه د پاکستان په مالي لګښت د پښتورګو ناروغانو درملنې لپاره جوړشوى روغتون ګټی اخیستنې ته وسپارل […]

نویسنده: TKG
5 کب 1392
جلال اباد كې د پښتورګو روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه د پاکستان په مالي لګښت د پښتورګو ناروغانو درملنې لپاره جوړشوى روغتون ګټی اخیستنې ته وسپارل شو.

د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه د پاکستان په مالي لګښت د پښتورګو ناروغانو درملنې لپاره جوړشوى روغتون ګټی اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې روغتون پرانیستي مراسم د یکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د ماليې وزیرانو او ځايي چارواکو لخوا ترسره شول.

دغه روغتون په ۲۵ جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې د چارواکو په خبره  ۹۹۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې لګښت پرې راغلی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس نجیب الله کاموال وویل، چې د پښتورګو دغه روغتون ۶۰ بستره لري چې ۳۰ یې د نارینو او ۳۰ نور یې د مېرمنو لپاره دي.

چارواکي وایي، په قرارداد پاڼه کې د دغه روغتون جوړېدو درې مرحلې درلودې چې د تعمیر جوړول، پر تجهیزاتو سمبالول او د دغه روغتون لپاره افغاني ډاکټران روزل وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس غوښتنه وکړه، چې پاکستان دې له ژمنې سره سم روغتون ته د تجهیزاتو تر انتقال دمخه افغاني ډاکټرانو ته روزنه ورکړي.

روغتیایي چارواکي وايي د دې روغتون په فعالیت سره په کور دننه د هغو افغان ناروغانو درملنه کېږي چې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دي.

بلخوا د پاکستان ماليې وزير ژمنه وکړه، چې په خپل وخت سره به د ياد روغتون پاتې برخه کار او د روغتیایې خدماتو ترسراوي لپاره غوښتنې هم پوره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA