ads

چين د بارك اوباما او دلاى لاما پر كتنې نيوكه وكړه

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما او د تبتيانو مذهبي مشر دلاى لاما تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې له يو بل سره خبرې وكړې. دا کتنه په داسې حال کې وشوه، چې چين ګواښ وکړ، له دلاى لاما سره به د امريکا د جمهوررئيس کتنه د امريکا او چين اړيکو  ته سخت زيان ورسوي. د […]

نویسنده: TKG
3 کب 1392
چين د بارك اوباما او دلاى لاما پر كتنې نيوكه وكړه

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما او د تبتيانو مذهبي مشر دلاى لاما تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې له يو بل سره خبرې وكړې. دا کتنه په داسې حال کې وشوه، چې چين ګواښ وکړ، له دلاى لاما سره به د امريکا د جمهوررئيس کتنه د امريکا او چين اړيکو  ته سخت زيان ورسوي.

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما او د تبتيانو مذهبي مشر دلاى لاما تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې له يو بل سره خبرې وكړې.

دا کتنه په داسې حال کې وشوه، چې چين ګواښ وکړ، له دلاى لاما سره به د امريکا د جمهوررئيس کتنه د امريکا او چين اړيکو  ته سخت زيان ورسوي.

بلخوا د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير زانګ ييسوي په بيجينګ کې د امريکايي چارو مسوول په دې اړه د څرګندونو او توضيحاتو لپاره ورغوښتی دی.

زانګ ويلي، چې په سپينه ماڼۍ کې له اوباما سره د دلای لاما کتنه د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې مثال لري.

پيکنګ پر دلاى لاما تور لګوي، چې له چين څخه د تبت د جلا كولو هڅه كوي.

د امريكا د جمهوررئيس بارك اوباما او دلاى لاما ترمنځ دا درېيمه کتنه وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA