ads

ميدان وردګ كې نن د يوه پوهنتون د بنسټ ډبره كېښودل كېږي

ټاکل شوې ده، چې نن په ميدان وردګ ولايت د يوه پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شي. د دې ولايت دوالي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د دې پوهنتون مالي لګښتونه د ماليې وزارت ورکوي او په راتلونکي کال کې به د لوړو زده کړو له وزارت ټاکل شوې ده، چې نن په ميدان وردګ […]

نویسنده: TKG
3 کب 1392

ټاکل شوې ده، چې نن په ميدان وردګ ولايت د يوه پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شي. د دې ولايت دوالي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د دې پوهنتون مالي لګښتونه د ماليې وزارت ورکوي او په راتلونکي کال کې به د لوړو زده کړو له وزارت

ټاکل شوې ده، چې نن په ميدان وردګ ولايت د يوه پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شي.

د دې ولايت دوالي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د دې پوهنتون مالي لګښتونه د ماليې وزارت ورکوي او په راتلونکي کال کې به د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه پرانيستل او د محصلينو د جذب لپاره به چمتو شي.

د هغه په وينا، دا پوهنتون د جمهوررئيس حامد کرزي د فرمان له مخې منظور شوى او د سيد آباد ولسوالۍ په دشت توپ سيمه کې ورته دوه زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

خوګياڼي وايي، دا چې ميدان وردګ يو كرنيز ولايت دى، نو دا پوهنتون به لومړى د كرنې په برخه كې خپل فعاليت پيل او وروسته به  د لوړو زده کړو د وزارت د اړتياوو او منظورۍ له مخې په نورو برخو کې محصلين جذب کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA