ads

ملګرو ملتونو په ايران کې د اعدامونو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده كړې

په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په ايران کې د اعدامونو پر زياتېدو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده. دغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې يوازې د روان کال لومړيو اوو اونيو کې ايران لږ تر لږه ۸۰ تنه اعدام کړي، چې دا شمېر ښايي ژر ۹۵ […]

نویسنده: TKG
3 کب 1392
ملګرو ملتونو په ايران کې د اعدامونو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده كړې

په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په ايران کې د اعدامونو پر زياتېدو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده. دغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې يوازې د روان کال لومړيو اوو اونيو کې ايران لږ تر لږه ۸۰ تنه اعدام کړي، چې دا شمېر ښايي ژر ۹۵ ته ورسېږي.

په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په ايران کې د اعدامونو پر زياتېدو ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده.

دغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې يوازې د روان کال لومړيو اوو اونيو کې ايران لږ تر لږه ۸۰ تنه اعدام کړي، چې دا شمېر ښايي ژر ۹۵ ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو يوې وياندې راوينا شمداساني ويلي، که څه هم ايران کې د حسن روحاني تر ټاکل کېدا وروسته د بشري حقونو وضعيت ښه بلل شوى، خو ښکاري، چې د اعدامونو د مخنيوي احکامو کې د نوي حکومت ګام هم ډېر کارنده نه دى.

شمداساني د ايران د اهواز د عربو ټولنې د دوو غړيو هادي راشدي او هاشم شعباني اعدامولو ته اشاره کړې او وايي، چې د ځينو کسانو په اند،د دوى محاکمه عادلانه نه وه، بلکې د شکنجې په زور يې خپل تورونه منلي وو.

ملګري ملتونه وايي، چې ايران په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې لږ ترلږه ۵۰۰ تنه اعدام کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA