د سوريې د مرکز دمشق په شمال کې تېره ورځ د وسله والو پر سنګرونو د حكومتي جېټ الوتكو له بمبارۍ وروسته د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
د سوريې د مرکز دمشق په شمال کې تېره ورځ د وسله والو پر سنګرونو د حكومتي جېټ الوتكو له بمبارۍ وروسته د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله، چې مركز يې په لندن كې دى وايي، د حکومت په بمبارۍ کې په جبار ناحيه کې لږ ترلږه ۷ تنه ياغيان وژل شوي دي.
په دې سيمه کې د فبرورۍ له نهمې نېټې راهيسې هغه مهال شخړې زياتې شوې، چې د عراق او شام اسلامي دولت ډلې يوه اردني ځانمرګي بريد كوونكي ۳۲ حکومتي سرتېري ووژل.
د سوريې د بشري حقونود څار ډله همدارنګه وايي، چې حکومتي ځواکونو تېره ورځ په حمص ولايت کې ۹ تنه وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


