پاکستان وايي، تر هغې پورې له وسله والو طالبانو سره خبرې نه کوي، چې بريدونه يې درولي نه وي. اسلام آباد دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې ۲۳ پاکستاني سرتېري، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې برمته کړي وو، ووژل.
پاکستان وايي، تر هغې پورې له وسله والو طالبانو سره خبرې نه کوي، چې بريدونه يې درولي نه وي.
اسلام آباد دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې ۲۳ پاکستاني سرتېري، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې برمته کړي وو، ووژل.
د رپوټونو له مخې، له پاکستاني طالبانو سره د حکومت لخوا ګمارل شوې څلور کسيزې کمېټې تېره ورځ په اسلام اباد کې د سولې د خبرو د راتلونکې په اړه بحث وکړ او له غونډې وروسته يې له لومړي وزير نوازشريف سره وکتل.
په دې کتنه کې پرېکړه وشوه، چې د سولې خبرې دې وځنډول شي.
اسلام اباد نژدې دوه اونۍ مخکې له طالبانو سره د سولې بهير پيل کړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


