ads

د ايران او پنځه جمع يو هېوادونو ترمنځ نوي مذاکرات پيل شول

د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو د استازو ترمنځ پرون په ويانا کې د تهران د اټومي پروګرام د لانجې د اوږمهاله تړون په هدف، د خبرو لومړۍ ورځ وه.دواړو خواو پرونۍ خبرې مثبتې او ګټورې بللي دي. د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو د استازو ترمنځ پرون په […]

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1392

د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو د استازو ترمنځ پرون په ويانا کې د تهران د اټومي پروګرام د لانجې د اوږمهاله تړون په هدف، د خبرو لومړۍ ورځ وه.
دواړو خواو پرونۍ خبرې مثبتې او ګټورې بللي دي.

د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو د استازو ترمنځ پرون په ويانا کې د تهران د اټومي پروګرام د لانجې د اوږمهاله تړون په هدف، د خبرو لومړۍ ورځ وه.

دواړو خواو پرونۍ خبرې مثبتې او ګټورې بللي دي.

ايراني چارواكو ويلي، چې دوى به خپل اټومي فعاليتونه بند نه کړي او د يورانيمو له غني کولو به هم لاس وانه خلي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف، چې په روانوخبرو کې د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي، هيله څرګنده كړې، چې د نړۍ له قدرتونو سره به د راتلونکې جولايي مياشتې تر پايه پورې يوې نهايي موافقې ته ورسېږي.

لوېديځ غواړي، چې د ايران حساس اټومي فعاليتونه راکم شي، څو تهران اټومي وسلې جوړې نه کړي.

دواړو لوريو د نومبر په ۲۴مه موافقه کړې وه، چې تهران به يو شمېر اټومي فعاليتونه کموي او په بدل کې به يې نړيواله ټولنه يو شمېر بنديزونه لرې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA