د امريکا حکومت غواړي، چې له طالبانو سره د خپل يوه اسير په بدل کې د دې ډلې پنځه بنديان، چې په ګوانتنامو کې ساتل کېږي، خوشې کړي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوباما حکومت لېواله دى، چې د طالبانو ۵ بنديان له امريکايي اسير بو بيرګدال (Bowe Bergdahl) سره تبادله
د امريکا حکومت غواړي، چې له طالبانو سره د خپل يوه اسير په بدل کې د دې ډلې پنځه بنديان، چې په ګوانتنامو کې ساتل کېږي، خوشې کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوباما حکومت لېواله دى، چې د طالبانو ۵ بنديان له امريکايي اسير بو بيرګدال (Bowe Bergdahl) سره تبادله کړي.
بيرګدال د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې يوازينى امريکايي افسر دى، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې افغان طالبانو ته ژوندى په لاس ورغلى دى.
طالبانو د هغه د خوشې کولو په بدل کې يو ميليون امريکايي ډالر غوښتي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا د حکومتي چارواکو له قوله ويلي، د امريکا حکومت غواړي، چې د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستانه د خپلو پوځيانو ترايستلو مخکې بيرګدال خوشې شي.
ورځپاڼه وايي، چې د دواړو خواوو د جوړجاړي په صورت کې به د طالبانو پنځه بنديان په خوندي ډول قطر ته ولېږل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

