د پاکستاني حکومت او د دې هېواد د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ شوې دي. د پاکستان د حکومت لخوا له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د ټاکل شوې کمېټې غړى او د سياسي چاروکارپوه رحيم الله يوسفزى وايي، چې
د پاکستاني حکومت او د دې هېواد د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ شوې دي.
د پاکستان د حکومت لخوا له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د ټاکل شوې کمېټې غړى او د سياسي چاروکارپوه رحيم الله يوسفزى وايي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو بهير، چې تر ډېرو هڅو وروسته پيل شوى و، يو ځل بيا مبهم پړاو ته ننوتى دى.
نوموړي له ازادي راډيو سره خبرو كې ويلي، په کراچۍ کې د پوليسو پر بس ځانمرګى بريد او بيا د يکشنبې په ورځ په مومند اېجنسۍ کې د پاکستاني سرتېري د وژنې د مسووليت منل ددې سبب شول، چې د مذکراتو روان بهير له خنډ سره مخ کړي او هغه غونډه هم له منځه يوسي، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ به د دواړو کېمېټو ترمنځ کېږي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د جنورۍ په ٢٩مه نېټه ددې هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال وسله والو طالبانو ته د سولې د خبرو يو بل چانس او مذکراتو ته لومړيتوب ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


