د سوريې د حکومت مخالفې ډلې، چې د ازادې سوريې پوځ نومېږي او لوېديځ يې ملاتړ کوي، خپل مشر جنرال سليم ادريس لرې کړى او پر ځاى يې د عبدالله بشير په نوم بل جنرال ټاكلى دى.
د سوريې د حکومت مخالفې ډلې، چې د ازادې سوريې پوځ نومېږي او لوېديځ يې ملاتړ کوي، خپل مشر جنرال سليم ادريس لرې کړى او پر ځاى يې د عبدالله بشير په نوم بل جنرال ټاكلى دى.
د يادې ډلې نظامي شورا جنرال سليم ادريس له حکومتي ځواکونو سره په وروستيو جنګونو کې د دې ډلې د شاتګ مسوول بللى او همدارنګه يې له يو شمېر اسلامپالو ياغيانو سره د خونړيو نښتو پړه هم پر نوموړي اچولې ده.
د يادې شورا په وينا، جنرال ادريس يې د غيرې ګټورې قومندانۍ له کبله له دندې لرې کړى دى.
د رپوټونو له مخې، د ازادې سوريې پوځ په وروستيو مياشتو کې تر يو حده خپل اغېز له لاسه ورکړى دى.
دې ډلې له دولتي ځواکونو سره نښتو کې ماتې خوړلې او له هغو اسلامپالو وسله والو ډلو سره په خونړيو جګړو اوښتې ده، چې هغوى هم د بشار الاسد د رژيم خلاف جګړه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


