ايران پاکستان ته خبردارى ورکړى، که د هغو ايراني پوله ساتو د ازادولو لپاره، چې لس ورځې وړاندې يرغمل شوي، اقدام ونه کړي، نو دغه هېواد ته به خپل وسله وال ځواکونه ور ولېږي.
ايران پاکستان ته خبردارى ورکړى، که د هغو ايراني پوله ساتو د ازادولو لپاره، چې لس ورځې وړاندې يرغمل شوي، اقدام ونه کړي، نو دغه هېواد ته به خپل وسله وال ځواکونه ور ولېږي.
د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي دا خبردارى د دوشنبې په ورځ وركړ.
نوموړى دا خبردارى يوه اونۍ وروسته له هغې ورکوي، چې د جيش العدل په نوم سني ډلې پر انټرنټ د يرغمل شويو ايراني پوله ساتو انځورونه خپاره کړل.
دغه ډله وايي، دا سرتېري يې د ايران له سيستان بلوچستان ايالت څخه تښتولي او خبردارى يې وركړى، چې كه ايران له خپلو زندانونو سني زندانيان خوشې نه كړي، دغه سرتېري به ووژني.
د ايران د کورنيو چارو وزير له اسلام اباد نه وغوښتل، چې له دغې قضيې سره پياوړى او جدي چلند وکړي، که نه نو دوى به خپله په دې لړ کې گام پورته کړي.
بلخوا رپوټونه وايي، چې ايران له پاكستان سره پولې ته نژدې د امنيتي ځواكونو يو ځانګړى كنډك لېږلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


