د پاکستان په سند ايالت كې يوې بمي چاودنې، چې په نتيجه کې يې يو اورګاډى له پټلۍ وتلى، د ماشومانو په ګډون اوه تنه وژلي دي. د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پوځ يوه وياند د پرونۍ چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د پاکستان په سند ايالت كې يوې بمي چاودنې، چې په نتيجه کې يې يو اورګاډى له پټلۍ وتلى، د ماشومانو په ګډون اوه تنه وژلي دي.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پوځ يوه وياند د پرونۍ چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
ياد كس اسوشيېټډپرېس خبري آژانس سره خبرو كې دا بريد د هغو وژنو غچ بللى، چې د ده په وينا، دولتي ملېشو د بلوچستان په ډېرى بوګټي سيمه کې کړې دي.
هغه سيمه، چې چاودنه په کې شوې له بلوچستان سره په ګاونډ کې د سند ايالت اړونده سيمه ده.
بلوڅ بېلتون غوښتونکو تېره اونۍ د ګازو پر يوې نل ليکې بريد وکړ، چې په نتيجه کې په ځينو سيمو کې ميليونونو وګړو ته د ګاز جريان بند شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


