له نايجيريا نه رپوټونه وايي، چې تېره ورځ بوکو حرام وسله والې ډلې د بورنو ولايت په ازجي کلي کې تر سلو ډېر کليوال وژلي دي. عيني شاهدانو ويلي، چې وژل شوي زياتره مسيحيان دي.
له نايجيريا نه رپوټونه وايي، چې تېره ورځ بوکو حرام وسله والې ډلې د بورنو ولايت په ازجي کلي کې تر سلو ډېر کليوال وژلي دي.
عيني شاهدانو ويلي، چې وژل شوي زياتره مسيحيان دي.
د دغه ولايت يوه سناتور علي ندوم بي بي سي ته ويلي، چې تراوسه هلته ۱۰۶ تنه وژل شوي، چې يوه سپين سرې مېرمن هم په كې ده.
د هغه په وينا، ګومان كېږي، چې دغه كسان د بوكو حرام ډلې وژلي وي.
نوموړى وايي، ۱۰۵ نارينه وو او يوې مېرمنې غوښتل، چې خپل لمسي وساتي، خو ووژل شول.
عيني شاهدانو ويلي، چې بريد کوونکو کليوال راغونډ کړل او بيا يې ډزې پرې پيل کړې، بيا د خلکو کورونو ته ننوتل او هلته يې پاتې کسان ووژل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

