د اسراييلو پولې ته نژدې د مصر په سينا سيمه کې په يوه بس کې بمي چاودنې د جنوبي كوريا د سيلانيانو په ګډون لږترلږه څلور تنه وژلي او ديارلس نور يې ټپيان كړي دي.
د اسراييلو پولې ته نژدې د مصر په سينا سيمه کې په يوه بس کې بمي چاودنې د جنوبي كوريا د سيلانيانو په ګډون لږترلږه څلور تنه وژلي او ديارلس نور يې ټپيان كړي دي.
مصري چارواكي وايي، ګومان کېږي، چې د تابا سرحد ته نژدې د دې چاودنې د وژل شويو کسانو درې تنه ښايي د جنوبي کوريا اتباع وي.
د دې چاودنې د علت په اړه سمدستي څه نه دي ويل شوي، خو د مصر امنيتي ځواکونه له څه مودې راهيسې په سينا سيمه کې له افراطي وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


