د كرنې وزارت د كورني اقتصاد د غذايي مصئونيت او تغذيې برخه په مركز او ولايتونو كې د ۶۵ ښځينه كوپراتيفونو او ۵۰ ټولنو له لارې بېلابېل كرنيز پروګرامونه لري چې په ترڅ كې يې ښځو ته د زعفرانو د كرلو، راټولولو او وچولو طريقه ورزده كوي.
د كرنې وزارت د كورني اقتصاد د غذايي مصئونيت او تغذيې برخه په مركز او ولايتونو كې د ۶۵ ښځينه كوپراتيفونو او ۵۰ ټولنو له لارې بېلابېل كرنيز پروګرامونه لري چې په ترڅ كې يې ښځو ته د زعفرانو د كرلو، راټولولو او وچولو طريقه ورزده كوي.
د دې ترڅنګ د خوراكي توكو د پروسس او د بازار موندلو، د چرګانو او د شيدو لرونكو اوزو د روزنې او د كورني باغچو په جوړولو كې د كوپراتيفونو او ټولنو ښځينه غړو ته روزنه وركول كېږي، د دې كارونو ټول ضروري وسايل هم ورته په وړيا وركول كېږي چې د كورني اقتصاد د پياوړتيا ترڅنګ له دې محصولاتو څخه د خپلي كورنۍ د غذايي مصئونيت لپاره هم ګټه اخيستلى شي.
په كابل كې د زعفرانو د كرلو كوپراتيف ۱۵۰ تنه غړي، د خوراكي توكو د پروسس برخه په اوومې او اتمې ناحيې كې ۱۰۰، ۱۰۰ تنه غړي او په ولايتونو كې هم هر كوپراتيف له ۱۵۰ څخه تر ۱۰۰۰ او ۱۲۰۰ تنه غړي لري.
د كرنې وزارت د كورني اقتصاد د غذايي مصئونيت او تغذيې د برخې امره ليلما اكبري دې ټولنو او كوپراتيفونو ته د ښځو د راجذبولو د پروسې په اړه وايي: (( موږ په دريو برخو ښاري، نيمه ښاري او كليوالي سيمو كې فعاليتونه لرو او دې پروګرامونو ته په راجذبولو كې كونډو او بېوزلو ښځو، هغه ښځو ته چې د كورنۍ غړي يې معيوب وي او هغه ښځې چې ماشومان يې په خوارځواكۍ اخته وي، د لومړيتوب حق وركول كېږي.))
د نوموړې په وينا، د ښځو د راجذبولو لپاره د دوى كاركوونكې پخپله ولايتونو ته ځي او د كوپراتيفونو د ښېګڼو په اړه له ښځو سره خبرې كوي: (( د محصولاتو د خرڅلاو لپاره هم له ښځو سره مرسته كوو، د هغوى محصولات نندارتونونو ته راوړو، د هغې غرفې له لارې چې د كرنې په وزارت كې يې لرو دغه محصولات خرڅلاو ته وړاندې كوو او كوم بهرنيان چې په بګرام كې مېشت دي، هم د بازار ورځ لري چې هلته هم د دې ښځو محصولات خرڅېداى شي.))
د كرنې وزارت د كورني اقتصاد او غذايي مصئونيت بله برخه د تغذيوي تعليماتو برخه ده چې ښځو ته لارښوونه كوي، له خپلو كرنيزو محصولاتو څخه چې لاسرسى ورته لري، په ګټې اخيستنې سره خپلې كورنۍ ته پوره خواړه برابر كړي.
له دې كار څخه هدف دا دى چې په كورنيو كې خوارځواكي كمه شي.
د يادونې وړ ده چې د پروژو د پلي كولو په برخه كې له كرنې وزارت سره د( اېف آي او )، (اېچ اېل پي)، (جي ټي زېډ) او زياتې داسې نورې موسسي مرسته كوي او د كرنې وزارت له پراختيايي پروژو څخه هم دا پروګرامونه پرمخ وړل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


