د ملګرو ملتونو لخوا د سوريې د سولې په خبرو کې منځګړي لخضر ابراهيمي وروسته له هغه د سوريې له خلکو بښنه وغوښته، چې د سولې خبرې له کوم پرمختګ پرته پاى ته ورسېدې.
د ملګرو ملتونو لخوا د سوريې د سولې په خبرو کې منځګړي لخضر ابراهيمي وروسته له هغه د سوريې له خلکو بښنه وغوښته، چې د سولې خبرې له کوم پرمختګ پرته پاى ته ورسېدې.
نوموړي په جينوا کې د سوريې له حکومتي استازو او مخالفينو سره د خبرو د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره وروستۍ خبرې وکړې، چې يوې پرېکړې ته سره ورسېږي، خو بريالى نه شو.
ابراهيمي وويل، د خبرو د پاى ته رسېدو اصلي علت دا و، چې حکومتي استازو د انتقالي حکومت په اړه له خبرو کولو ډډه کوله.
د رپوټونو له مخې، د سولې د خبرو د دويم پړاو وروستيو خبرو ۲۷ دقيقې دوام وکړ، چې ترې وروسته ابراهيمي له خبريالانو سره په خبرو کې د سوريې له خلکو بښنه وغوښته او زياته يې کړه، چې د سولې له دې خبرو ډېر څه ترلاسه نه شول.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په مياشت کې سوريه کې د کړکېچ له پېل راهيسې تراوسه څه باندې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


