د امريکا په متحده ايالتونو کې سختې واورې او يخنۍ په ورځنيو چارو کې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړې دي. زياتې ځپل شوې سيمې د امريکا شمال ختيزې سيمې بلل شوې دي.
د امريکا په متحده ايالتونو کې سختې واورې او يخنۍ په ورځنيو چارو کې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.
زياتې ځپل شوې سيمې د امريکا شمال ختيزې سيمې بلل شوې دي.
په نيورياک، نيوجرسي، کانتيکت او ماساچوست کې زرګونه الوتنې لغوه شوي او همدارنګه ښوونځي د نا معلوم وخت لپاره تړل شوي دي.
له شنبې ورځې راهيسې د سختې واورې له كبله په يو شمېر سيمو کې برېښنا پرې شوې ده.
په يادو ايالتونو کې د يخبندان له كبله لويې لارې تړل شوي او د ټرافيكي پېښو كچه ورسره لوړه شوې ده.
د امريكا د هوا پېژندنې اداره وايي، د واورې ورښت به تر راتلونکې سه شنبې دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


