ads

د پېښور په شمع سينما كې چاودنو ١١ تنه ووژل

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار کې په “شمع” سينما كې درېيو بمي چاودنو ١١ تنه وژلي او ٢٥ نور يې ټپيان كړي دي. د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ د پاکستان په وخت له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو نامعلومو وسله والو يادې […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1392
د پېښور په شمع سينما كې چاودنو ١١ تنه ووژل

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار کې په “شمع” سينما كې درېيو بمي چاودنو ١١ تنه وژلي او ٢٥ نور يې ټپيان كړي دي. د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ د پاکستان په وخت له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو نامعلومو وسله والو يادې

د خيبر پښتونخوا ايالت د مركز پېښور ښار کې په “شمع” سينما كې درېيو بمي چاودنو ١١ تنه وژلي او ٢٥ نور يې ټپيان كړي دي.

د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ د پاکستان په وخت له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو نامعلومو وسله والو يادې سينما ته درې لاسي بمونه ور وغورځول.

اعجاز وايي، چې په دې بريد کې اته تنه وژل شوي او ٢٢ ټپيان دي، خو د ليډي ريډېنګ روغتون د مطبوعاتي چارو مسوول جميل شاه وايي، چې د ياد شوي بريد ١١ تنه مړي او ٢٥ ټپيان دې روغتون وروړل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا، په شمع سينما کې نږدې ١٠٠ تنه موجود وو، چې نامعلومو وسله والو په سينما کې لومړى ډزې وکړې او بيا يې درې لاسي بمونه وغورځول، چې له كبله يې خلکو ته ياده مرګ ژوبله واوښته.

تر دې دمه د ياد بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA