د پاکستاني حکومت او د طالبانو کمېټې تر منځ ناسته پرون په اسلام اباد کې ترسره شوه. دا ناسته وروسته تر هغې کېږي، چې د طالبانو د کمېټې استازو له پاکستاني طالبانو سره په شمالي وزيرستان کې وکتل.
د پاکستاني حکومت او د طالبانو کمېټې تر منځ ناسته پرون په اسلام اباد کې ترسره شوه. دا ناسته وروسته تر هغې کېږي، چې د طالبانو د کمېټې استازو له پاکستاني طالبانو سره په شمالي وزيرستان کې وکتل.
د طالبانو د کمېټې مشر مولانا سميع الحق تر ناستې وروسته خبريالانو ته وويل، چې طالبان د مذاکراتو کاميابۍ ته هيله من دي، خو د پلان شويو مذاکراتو غوښتنه کوي.
د هغه په وينا، طالبان دا مني، چې ځينې کړۍ د مذاکراتو د ناکامۍ هڅې کوي، خو حکومت بايد له زغم او صبر څخه کار واخلي.
د طالبانو کمېټې له حکومتي کمېټې سره تر کتنې وړاندې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره هم کتلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

