ads

خيبر پښتونخوا كې وسله وال بريد نهه تنه ووژل

د پاکستان  په خيبر پښتونخوا ايالت کې د امن کمېټې د يوه کارکوونکي پر کور وسله وال بريد کې نهه تنه ووژل شول. دا بريد نن سهار وختي د پېښور ښار اړوند بډه بېره سيمه كې د ظفر خان پر كور شوى دى. د پاکستان  په خيبر پښتونخوا ايالت کې د امن کمېټې د يوه […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1392
خيبر پښتونخوا كې وسله وال بريد نهه تنه ووژل

د پاکستان  په خيبر پښتونخوا ايالت کې د امن کمېټې د يوه کارکوونکي پر کور وسله وال بريد کې نهه تنه ووژل شول. دا بريد نن سهار وختي د پېښور ښار اړوند بډه بېره سيمه كې د ظفر خان پر كور شوى دى.

د پاکستان  په خيبر پښتونخوا ايالت کې د امن کمېټې د يوه کارکوونکي پر کور وسله وال بريد کې نهه تنه ووژل شول.

دا بريد نن سهار وختي د پېښور ښار اړوند بډه بېره سيمه كې د ظفر خان پر كور شوى دى.

ځايي چارواکي وايي، وسله والو تر لاسي بمونو غورځولو وروسته مخامخ ډزې هم کړې دي.

د رپوټونو له مخې، په وژل شويو کې امنيتي کسان هم شامل  دي.

چارواكي وايي، سيمه اوس د پوليسو تر کنټرول لاندې ده.

د پېښې مسووليت تراوسه چاپرغاړه نه دى اخيستى.

پرون تر غرمې وروسته په پېښور کې پر شمعې سينما بريد کې هم ۱۳ تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA