ads

يو اېس آى ډي: د خوست – ګردیز لویې لارې د جوړېدو چارې به ډېر زر پیل شي

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې مسؤلین وايي، په نیږدې راتلوونکي کې به د خوست – ګردېز د لویې لارې د پاتې برخې د جوړېدو کارونه پیل شي. په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې مسؤلین وايي، په نیږدې راتلوونکي کې به د خوست – ګردېز […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1392
يو اېس آى ډي: د خوست – ګردیز لویې لارې د جوړېدو چارې به ډېر زر پیل شي

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې مسؤلین وايي، په نیږدې راتلوونکي کې به د خوست – ګردېز د لویې لارې د پاتې برخې د جوړېدو کارونه پیل شي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې مسؤلین وايي، په نیږدې راتلوونکي کې به د خوست – ګردېز د لویې لارې د پاتې برخې د جوړېدو کارونه پیل شي.

د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو له دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه څرګندونې په افغانستان کې د یادې ادارې مرستیال جمېزهوپ نن خوست ته د سفر پرمهال کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، خوست والي عبدالجبار نعیمي له نوموړي سره د لېدنې پرمهال هغه اړتیاوې ورته په ګوته کړې، چې د دې ولایت اوسېدونکي یې لري.

د خبرپاڼې په حواله، د خوست ځايي چارواکو له یادې ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې په خوست کې یو شمېر اساسي پروژو ته پاملرنه وکړي، چې په کې د خوست – ګردېز ترمنځ د سړک پاتې برخه هم یاده شوه.

د سرچینې په وینا، د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې مرستیال جمېز هوپ ژمنه وکړه، چې د نورو ټولګټو پروژو ترڅنګ به د خوست – ګردېز د لویې لارې چارې هم په درېیو اونیو کې پیل شي.

د خوست – ګردېز لار د هېواد په کچه هغه لار ده چې په تېرو ۱۲ کالونو کې په پوره ډول جوړه نه شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA