د هلمند ولايت يوه ښځينه پوليس افسره د پاکستان په کوېټه ښار کې د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوې ده. د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته ويلي، چې دغه افسره رابعه نومېده او له تېرو اتو کلونو راهيسې يې د لښکرګاه په زندان
د هلمند ولايت يوه ښځينه پوليس افسره د پاکستان په کوېټه ښار کې د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته ويلي، چې دغه افسره رابعه نومېده او له تېرو اتو کلونو راهيسې يې د لښکرګاه په زندان کې د ساتنمنې په توګه دنده ترسره کوله.
هغه زياته كړې، نوموړې لس ورځې مخکې په رخصتۍ پاکستان ته تللې وه او وړمه شپه وسله والو طالبانو له کوره ايستلې او بيا يې د چړو په ګوزارونو وژلې ده.
د وژل شوې پوليسې زوى عبدالله وايي، د مور مړى يې پرون ماښام لښکرګاه ته راوړل شو او نن سهار د لښکرګاه د کارېز په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د يادونې ده، تر دې مخکې د هلمند دوه نورې پوليس افسرانې نګاره او اسلام بي بي هم د وسله والو لخوا وژل شوې وې.
وسله والو طالبانو تر اوسه د رابعې د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


