ads

ايران ۲ نوي توغندي په برياليتوب سره ازمويلي

ايران د اسلامي انقلاب د پنځه دېرشمې کليزې په درشل کې دوه نوي توغندي په برياليتوب سره ازمويلي دي. د دې هېواد د دفاع وزيرحسين دهقان پرون ويلي، د نوي نسل د باليستيک توغندي او د لېزر په وسيله کنټروليدونکي له ځمکې څخه ځمکې او له هوا څخه ايران د اسلامي انقلاب د پنځه دېرشمې […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1392

ايران د اسلامي انقلاب د پنځه دېرشمې کليزې په درشل کې دوه نوي توغندي په برياليتوب سره ازمويلي دي. د دې هېواد د دفاع وزيرحسين دهقان پرون ويلي، د نوي نسل د باليستيک توغندي او د لېزر په وسيله کنټروليدونکي له ځمکې څخه ځمکې او له هوا څخه

ايران د اسلامي انقلاب د پنځه دېرشمې کليزې په درشل کې دوه نوي توغندي په برياليتوب سره ازمويلي دي.

د دې هېواد د دفاع وزيرحسين دهقان پرون ويلي، د نوي نسل د باليستيک توغندي او د لېزر په وسيله کنټروليدونکي له ځمکې څخه ځمکې او له هوا څخه ځمکې ته د بينا په نوم توغندي ازموينه له پلان سره سمه ترسره شوه.

د هغه په وينا، دا نوي باليستيک توغندي د توغنديو له دفاعي سيسټم څخه تېرېدلى شي او د پراخې وېجاړۍ د رامنځ ته کولو وړتيا لري.

نوموړى وايي، د بينا په نوم بل ازمويل شوى توغندى، چې له الوتکې او بېړۍ څخه توغول کېداى شي، په ډېر دقت د هدفونو د ويشتلو وړتيا لري.

د ايران جمهوررئيس حسن روحاني ددې توغنديو د بريالۍ ازموينې له کبله د ايران خلکو ته مبارکې ويلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA