د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون شل بېلابېلې ټولګټې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. په دې پروژو کې برېښنايي ژرندې، د جرګو فارمونه، کليوالي کوڅې، پلونه او پلچکونه شامل دي چې د يو کال په اوږدو کې يې رغنيزې چارې بشپړې شوې دي.
د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون شل بېلابېلې ټولګټې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. په دې پروژو کې برېښنايي ژرندې، د جرګو فارمونه، کليوالي کوڅې، پلونه او پلچکونه شامل دي چې د يو کال په اوږدو کې يې رغنيزې چارې بشپړې شوې دي.
د پکتيا د کليو او پراختيا رئيس انجنیر عبدالرحمان رحماني وايي: په يادو پروژو شا و خوا ۱۸۸۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت شوی چې د کليوالي شوراګانو له لورې يې چارې څارل شوې دي.
نوموړی د ملي پيوستون د نورو پروژو په اړه له خلکو سره ژمنه کوي چې په نږدې راتلونکې کې به يې چارې پيل شي.
انجنیر سفر محمد چې په پکتيا کې د ملي پيوستون د پروګرام مسول دی، وايي: له بشپړو شويو شلو پروژو څخه نږدې دوه زره نهه سوه څلور نوي کورنۍ ګټه اخلي.
دی وايي، په راتلونکي کال کې به هغو کليو ته هم د ملي پيوستون پروګرام وغځوي چې تر اوسه ترې بې برخې وو.
د څمنکيو ولسوالۍ د کليو او بانډو اوسېدونکي د ملي پيوستون له لورې د بشپړو شويو شلو پروژو په اړه خوښ دي.
دوی وايي، تر يو بريده يې ستونزې ورسره اوارې شوې دي.
په اړه يې د سيمه يو تن اوسېدونكى چې ځان ګلاب راپېژني وايي: ((مخکې دلته د څښاک او به نه وې، خو د کاريزه د ويالې په اساس زموږ دا ستونزه اواره شوه.))
حاجې محمد هم ورته خبره کوي او وايي: (( د پلچکونو په جوړېدو زموږ ډېرې ستونزې راکمې شوې دي.))
د ملي پيوستون پروګرام چې د کليو او پراختيا رياست تر چتر لاندې پرمخ وړل کېږي، د پکتيا په ځينو سيمو کې يې پام وړ چارې تر سره کړې دي، خو داسې کلي هم کم نه دي چې د ملي پيوستون د پروګرام په اساس يې تر منځ بېلتون او شخړې را منځ ته شوې نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


