ads

ميدان ښار كې د صنعتي پارك د بنسټ ډبره كېښودل شوه

د ميدان وردګ ولايت په مركز ميدان ښار كې تېره ورځ په دوه سوه جريبه ځمکه کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د ياد ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، ځايي د ميدان وردګ ولايت […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1392
ميدان ښار كې د صنعتي پارك د بنسټ ډبره كېښودل شوه

د ميدان وردګ ولايت په مركز ميدان ښار كې تېره ورځ په دوه سوه جريبه ځمکه کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د ياد ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، ځايي

د ميدان وردګ ولايت په مركز ميدان ښار كې تېره ورځ په دوه سوه جريبه ځمکه کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ياد ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، ځايي رئيسانو، سوداګرو او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د سرچينې په وينا، د ميدان وردګ والي عبدالمجيد خوږياڼي له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې په ياد صنعتي پارك كې په بېلا بېلو برخو كې پانګونه وكړي.

والي د ولايت اوسېدونکو ته زېری ورکړ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغه ولايت د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.

د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې (ا يسا) مشر وفي الله افتخار د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې سږ کال دوی د پارکونو جوړولو په برخه کې پنځلس ميليونه امريکايي ډالر له ځان سره لري، چې د يادې بودجې زياته برخه به په ميدان وردګ ولايت کې ولګوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به له سوداګرو سره په دغه پارک کې د پانګې اچونې او نورو چارو د ترسره کولو کار پيل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA