ټاکل شوې ده، چې نن په جينوا كې د بشارالاسد د حکومت او د سوريې د اپوزيسيون ترمنځ د سولې دويم پړاو خبرې پيل شي. نړيوال منځګړى لخضر ابراهيمي به د سوريې د حکومت او اپوزيسيون له استازو سره جلا جلا وګوري.
ټاکل شوې ده، چې نن په جينوا كې د بشارالاسد د حکومت او د سوريې د اپوزيسيون ترمنځ د سولې دويم پړاو خبرې پيل شي.
نړيوال منځګړى لخضر ابراهيمي به د سوريې د حکومت او اپوزيسيون له استازو سره جلا جلا وګوري.
دا لا څرګنده نه ده، چې ښکېلې خواوې به نن په خپلو کې مخامخ خبرې وکړي، که څنګه؟ او دا هم جوته نه ده، چې وروستۍ خبرې به څومره وخت دوام کوي.
د دغو خبرو لومړى پړاو تېره مياشت له کوم مهم پرمختګ پرته پاى ته ورسېد.
اپوزيسيون غواړي، چې د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد په نوي جوړېدونکي موقت حکومت کې کوم رول ونه لري، خو د سوريې د حکومت استازي دا موضوع نه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوريې له مرکزي محاصره شوي ښار حُمص څخه پرون تر ٦٠٠ زيات ملکيان وايستل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

