ښځې، چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، له همدې كبله د ټولنې د نيمې برخې په كچه د ټولنې په سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخه كې د ګډون حق لري. دا هغه څه دي، د هيواد اساسي قانون په څرګند ډول هغه ته حكم كوي. خو له بده مرغه د ځينو دلايلو له كبله د دغو دوو انساني او قانوني اصلونو
ښځې، چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، له همدې كبله د ټولنې د نيمې برخې په كچه د ټولنې په سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخه كې د ګډون حق لري.
دا هغه څه دي، د هيواد اساسي قانون په څرګند ډول هغه ته حكم كوي. خو له بده مرغه د ځينو دلايلو له كبله د دغو دوو انساني او قانوني اصلونو مطابق زموږ په هيواد كې عمل نه كيږي او له دې كبله، چې په يوه نارينه سالاره ټولنه كې ژوند كوو نشو كولاى، چې داسې يوه هيله او انتظار ولرو.
يو له هغو اصولو څخه، چې دا اصل بايد جدا په كې په پام كې ونيول شي، د جمهوري رياست او يا نورې ټولټاكنې دي، ځكه ټولټاكنې او رايه وركول د دموكراسۍ له اصلي او اساسي اصولو څخه ګڼل كيږي، چې د استبداد جدي مخالف دي.
په ټولټاكنو كې د ټولنې هر غړى، چې قانوني سن ته رسيدلى وي، نارينه وي او كه ښځينه كولى شي يو څوك وټاكي او هم وټاكل شي، چې دا په خپله د دموكراسۍ له منل شوو اصلونو څخه دى.
كله، چې په قانون كې د هر وګړي د ټاكلو حق محفوظ دى، نو د ښځې او نارينه توپيرپه دې پروسه كې وجود نلري او هيڅوک په كې د خپل نظر او فكر د تحميل حق نلري.
په داسې حال كې، چې زموږ په ټولنه كې لاهم ډيرى نارينه له دموكراسۍ او ټولټاكنو څخه ناسم او نارينه سالاره تعبير او برداشت لري.
زموږ په ټولنه كې ښځې مجبوره دي، چې په ټولټاكنو كې د ګډون په خاطر له نارينه و څخه اجازه واخلي، ځكه ښځه حق نلري، چې پرته د ميړه له اجازې مستقلانه عمل وكړي. كله، چې ښځه سره له دې محكوميت او محروميت د رايو د صندوق خواته ځي، آيا نارينه په بيل ډول له ښځو څخه دا غوښتنه نه كوي، چې چاته دې رايه وركړي؟ آيا دا په كامل ډول د انساني آزادۍ او حقوقو سلب نه دى؟ كله، چې ۹۰ په ۱۰۰ كې زموږ خويندې په داسې يوه وضعيت كې ژوند وكړي داهم امكان نلري، چې په خپله خوښه په ټولټاكنو كې ګډون وكړي، ځكه زموږ نارينه سالاره ټولنه، ښځو ته ډير لږ د دې اجازه وركوي، چې په ټولټاكنو كې دې برخه واخلي او ځان دې دغې پروسې ته ونوموي او كه چيرې كومه ښځه وغواړي، چې چاته دې تبليغ وكړي، هغه به هم د نارينه (ورور يا ميړه) په اجازه وي.
ګورو، چې ښځې د كانديديدو په جريان كې څومره د نارينه و لخوا رټل كيږي. په داسې يو حالت كې خو په لومړي ګام كې نارينه په اصطلاح د خپل نوم او نښان په خاطر ښځو ته دا اجازه نه وركوي او بل دا، چې ښځې بايد د نارينه له غوښتنې سره سم دا كار وكړي او د كورنۍ نارينه، ميړه، ورور او بل هغه څوك، چې د ښځې واك او اختيار لري ورسره لاړ شي، پرته له هغې دا حق ښځې ته نه وركول كيږي. له همدې كبله زموږ په ټولنه کې تر ډیره كمپاين او ټولټاكنى يو نارينه خوځښت او حركت دى، چې ښځې يوازې د نارينه و په خوښه په كې د ګډون حق لري.
د کمپاینونو په وخت کې د ښارونو او كوڅو په ديوالونو باندې د زرګونو نارينه و لګول شوو عكسونو په منځ كې خال، خال د ښځو عكسونه تر سترګو كيږي، چې كله هم د دغو عكسونو ليدل، د ځينو په نزد كفري تصور كيږي او همدا، چې سترګې يې پرې لګيږي هغه شكوي. ځينې خو بيا په خپلو بې ځايه او ناوړه تبصرو غواړي، چې د نورو اذهان هم د ښځو د كانديداتورۍ په وړاندې په ضديت كې واقع كړي او داسې انګيري، چې دا يو غير انساني او د اساسي قانون خلاف كار دى.
خو ښځې پرته له دې، چې دغو غير انساني برخوردونو ته پاملرنه وكړي بايد هڅه وكړي، چې خپل انساني حق په دې حساسو شرايطو كې، چې ځينې كسان په واقعي او ځينې بيا په غير واقعي ډول د دموكراسۍ او ښځو د حقوقو نارې سورې وهي لاس ته راوړي او ټولټاكنې او رايه وركونه د يوې روښانه راتلونكې د څرك په مثال وګڼي تر څو له دې لارې خپلو حقه حقوقو ته ورسيږي.
د نارينه تر ارادې او غوښتنې لاندې د ښځو ګډون په دې پروسه كې د ښځو په ګټه او غوښتنه نه دى، بلكې ښځې بايد خپله رښتينې او اساسي خپلواكي تر لاسه كړي، چې د هغې په ترلاسه كولو به وكولاى شي په خپله پريكړه وكړي او دې ته به هم ورسيږي، لكه څنګه، چې ښځې د نارينه رايې او نظر ته احترام لري، نارينه هم بايد د ښځو رايې او نظر ته احترام قايل شي، ځكه چې دا د ښځو ابتدايي او انساني حق دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

