که څه هم د کورنیو چارو وزارت د ډاډمنو ټاکنو د ترسره کېدو په هدف د جدي امنیتي تدابیرو خبر ورکړی او له بل لوري یې هر کاندید ته ۳۵ تنه محافظان او ۳ زرهي موټرې په اختیار کې ورکړې چې د انتخاباتي مبارزو پرمهال له حملو څخه خوندي وي، خو امنیتي اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د چاودنو او ځانمرګي بریدونو خبرونه اورېدل کېږي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د ډاډمنو ټاکنو د ترسره کېدو په هدف د جدي امنیتي تدابیرو خبر ورکړی او له بل لوري یې هر کاندید ته ۳۵ تنه محافظان او ۳ زرهي موټرې په اختیار کې ورکړې چې د انتخاباتي مبارزو پرمهال له حملو څخه خوندي وي، خو امنیتي اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د چاودنو او ځانمرګي بریدونو خبرونه اورېدل کېږي.
د کاندیدانو د امنیت په رابطه تر ټولو عمده او اساسي انتقاد چې امنیتي ادارو ته متوجه دی، هغه د کاندیدانو د خوندیتوب په اړه د کورنیو چارو وزارت له لوري د خوندیتوب د ځینو تکتیکونو افشا کېدل دي. منتقدین وايي امنیتي ادارو او د کاندیدانو د امنیت د تامینولو کمسیون ته نه وه پکار وه چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه د خپلو پروګرامونو جزییات افشا او رسنیز کړي. ځکه دا په ناغوښتلې توګه د امنیت ګډوډونکو ته د موقع د په لاس ورکولو معنی لري. ځکه هر ډله چې د کاندیدانو د له منځه وړلو او ځپلو لپاره ناوړه نیت ولري، د اعلان شویو امنیتي تدابیرو په رڼا کې به خپل فعالیتونه تنظیم کړي.
د منتقدینو په خبره اوس چې دا کار شوی او د کاندیدانو د امنیت په اړه ځینې برنامې افشا شوې دي، د کورنیو چارو وزارت او د کاندیدانو د امنیت کمسیون ته په کار دي چې ډېر ژر په نویو تدابیرو فکر وکړي، په داسې تدابیرو چې پټ پاتې شي او رسنیز نشي. ځکه له هغه پرته به د احتمالي حملو مخنیوی ناشونی وي.
د خلکو وېره
که د کاندیدانو د امنیت د خوندیتوب له موضوع راتېر شو، عام وګړي بیا د خپلې رایې د استعمال د څرنګوالي په اړه اندېښنه لري. د کومو مرکو پر بنیاد چې کلید ګروپ له خلکو سره ترسره کړې دي، څرګندېږي چې اکثریت ولس په ټاکنو کې د ګډون لیواله دی، مګر تر رایې ورکولو دمخه او وروسته د خپل ځاني امنیت په اړه ډاډ نه لري. په دې اړه هم امنیتي ادارې باید ډېرې جدي واوسي. ځکه دا د خلکو یوه لویه او اساسي اندېښنه ده او ان په انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم محدودولی شي. دا اندېښنه ځکه له خلکو سره مطرح ده چې د تېرو دورو د ټاکنو تجربې یې تر مخ پرتې دي. په تېرو دورو کې یو شمېر رایه ورکونکي د رایې تر استعمال وروسته له ګواښ سره مخ او ان ګوتې یې پرې شوې. نو پر دې بنسټ خلک له امنیتي ادارو څخه غواړي چې د دوی لپاره دې د رایې ورکولو ډاډمنه زمینه برابره کړي.
منفي رقابت
د کاندیدانو ترمنځ د منفي رقابت شتون هم د یوې اندېښنې په توګه مطرح کېدلی شي، خو کومې مشورې چې د کاندیدانو ترمنځ شوې دي، هر لوري په سالم رقابت ټینګار کړی او دې موضوع دا اندېښنه څه ناڅه راکمه کړې ده.
په هرات ولایت کې د تېرې شنبې( د سلواغې ۱۲مه) ماښام مهال د جمهوري ریاست د یوه کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د دوو تنو پلویانو وژل کېدلو چې د کاندیدانو رسمي کمپاین ته ډېر وخت نه و پاتې، د منفي رقابت اوازې او ګنګوسې په یوه وېرونکي تصویر بدلې کړې. په تېره بیا هغه وخت چې د دغه کاندید او د هغه د کمپاین د ټیم د انتقاد ګوتې د سیاسي رقیبانو پر لورې ونیول شوې.
دا موضوع دومره جدي وګڼل شوه چې ان په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي حساسیت راوپاراوه. یان کوبیش په هرات کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین کوونکو وژل کېدل محکوم او د یوې بیانې په ترڅ کې وویل شول: (( ښاغلی کوبیش افغان مقامات هڅوي، څو د دغسې یوه جنایت د عاملانو د محاکمه کولو لپاره لازم تدابیر ونیسي.)) ډاکټر عبدالله هم په خپل وار په خپلو پلویانو دغه حمله وغندله او د پېښې د عاملانو د مجازات کېدلو غوښتونکی شو.
په هرحال د دغو بېلابېلو موضوعاتو له رانغاړلو مو هدف دا دی، که چېرې د انتخاباتو لپاره امنیت په بشپړ ډول تامین نشي، له یوې خوا به د شفافیت اصل تر پښو لاندې شوی وي او له بل لوري به د افغانستان د راتلونکې نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.
که چېرې دغسې یوه ټکه راوغورځېږي، افغانستان به لږ تر لږ درې زیانه کړې وي. لومړی؛ د خلکو باور او اعتماد به په لویه کچه صدمه وویني. دوهم؛ راتلونکی نظام به په ملي او نړیواله سطحه تقلبي نظام وګڼل شي. درېیم؛ د امنیتي ځواکونو اعتبار چې پراختیا موندلې له صفر سره ضرب شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

