ads

د حلالې روزۍ لپاره هڅې

د ټولنې هر وګړى دا دنده لري چې د ټولنې د ابادولو او د خپلې كورنۍ د اقتصادي ځواكمنتيا لپاره كار وكړي. په دې وروستيو كلونو كې افغانو ښځو هم دا دنده په ډېرې حوصله مندۍ او لوړ همت سره پر مخ وړې او په يو نه يو ډول يې د هېواد او خپلې كورنۍ […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1392
د حلالې روزۍ لپاره هڅې

د ټولنې هر وګړى دا دنده لري چې د ټولنې د ابادولو او د خپلې كورنۍ د اقتصادي ځواكمنتيا لپاره كار وكړي. په دې وروستيو كلونو كې افغانو ښځو هم دا دنده په ډېرې حوصله مندۍ او لوړ همت سره پر مخ وړې او په يو نه يو ډول يې د هېواد او خپلې كورنۍ په

د ټولنې هر وګړى دا دنده لري چې د ټولنې د ابادولو او د خپلې كورنۍ د اقتصادي ځواكمنتيا لپاره كار وكړي.

په دې وروستيو كلونو كې افغانو ښځو هم دا دنده په ډېرې حوصله مندۍ او لوړ همت سره پر مخ وړې او په يو نه يو ډول يې د هېواد او خپلې كورنۍ په وړاندې خپل مسووليت ادا كړى دى.

په اوسنۍ ټولنه كې نه يوازې بېسوادي، بلكې د اقتصادي ځواكمنتيا نه درلودل هم د ښځو لپاره لويه ستونزه بلل كېږي او هغوى له تاوتريخوالي سره مخ كوي، خو ډېرى ښځو بيا د حلالې روزۍ په لاسته راوړلو كې له خپلو خاوندانو سره پوره ملګرتيا كړې ده.

مريم چې د “تاج طلايي” په نوم د توپ جوړولو په شركت كې كار كوي څلور مياشتې يې له كار څخه تېرېږي.

نوموړې له دې مخكې هم په كور كې په لاسي ګنډنو بوخته وه او څه نا څه پيسې به يې ګټلې.

مريم وايي، ۶ ماشومان لري چې ۵ يې ښوونځي ته ځي او يوازې يو زوى يې لاسي كراچۍ لري چې تركاري خرڅوي: (( زوى مې ډېرې كمې پيسې ګټي، مېړه مې د ډېر عمر لرونكى او بې كاره دى، خو په خپله د مياشتې دوه نيم زره افغانۍ ګټم او د خپلې كورنۍ ګوزاره پرې كوم.))

نوموړې د كابل ښار د برچي په قلعه قاضي سيمه كې اوسېږي چې له ښار څخه په لږ څه لرې واټن پرته ده او د دې سيمې اوسېدونكې ښځې هم د هر ډول لاسي كارونو په پرمخ وړلو كې زيات مهارت لري.

دا چې د ښځو لپاره كاري پروژو ته زياته اړتيا ده، خو په خواشينۍ سره تر اوسه چا ورته پاملرنه نه ده كړې.

مريم په دې باور ده چې د خپل لاس ګټه ډېره خوندوره ده: (( كه هر څومره د كور نارينه كار وكړي او ډېرې پيسې وګټي، خو ښځو ته هم په كار ده چې كار وكړي او چاته لاس اوږد نه كړي.))

مريم زياتوي، د توپ ګنډل يې په ايران كې د كډوالۍ په وخت زده كړي، خو په وينا يې، په پرديو هېوادونو كې افغانانو ته د لاس د زيار او د تندي د خولو په بدل كې ډېره ناچيزې پېسې وركول كېږي.

نوموړې اوس له خپل كار څخه ډېره خوشاله ده او وايي چې د كار كولو ترڅنګ يې سواد هم زده كړى او كولاى شي خپلې ستونزې حل كړي.

د مريم په خبره، كه چېرې هرې ښځې ته د كار زمينه برابره شي، نو د خپل توان برابر به كار پرمخ يوسي او د هېواد په ودانولو كې به ونډه واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA