د امریکا جمهور رييس بارك اوباما له خپلو لوړرتبه پوځي چارواكو سره د افغانستان د جګړې او له روان ۲۰۱۴میلادي کال وروسته په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه خبرې او مشورې وکړې.
د امریکا جمهور رييس بارك اوباما له خپلو لوړرتبه پوځي چارواكو سره د افغانستان د جګړې او له روان ۲۰۱۴میلادي کال وروسته په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه خبرې او مشورې وکړې.
په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند لورا لوکاس منګنوسن پژواک ته ويلي، چې له اوباما سره په دې غونډه کې مرستيال جمهور رييس جوبايډن، د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د دفاع وزير چک هېګل، لوى درستيز جنرال ډيمپسي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ ګډون درلود.
نوموړي زياته کړې، چې که څه هم په دې غونډه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو د دې موضوع تر څنګ پر امنيتي سند او د افغانستان پر وروستيو حالاتو هم خبرې وشوې.
د هغه په وينا، اوباما له خپلو پوځي چاروکو او سلاکارانو سره د افغانستان په اړه ګټورې خبرې او مشورې وکړې.
ده زياته كړه، جمهور رييس اوباما په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جوزېف څخه د دغه هېواد د وروستيو حالاتو په اړه له نږدې معلومات ترلاسه کړل.
د نوموړي په وينا: (( جمهور رييس اوباما د ډيپلوماتانو تر څنګ له استخباراتي، پوځي او دفاعي چارواکو سره خبرې او مشورې کړې، خو تر اوسه يې له ٢٠١٤ کال وروسته د پاتې کېدونو سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.))
تر يادې غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني يو ځل بيا د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند پر ژر لاسليک ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه: ((هره ورځ چې تېرېږي موږ د روان کال پاى ته نږدې کېږو، نو افغان حکومت ته په کار ده چې پر امنيتي سند د ژر لاسليک پرېکړه وکړي، ځکه چې پر دغه سند په ښه فضا کې خبرې اترې شوې او نور پرې خبرې نه شي کېداى.))
د هغه په وينا، څومره چې ژر دغه سند لاسليک شي، نو امريکا او متحدين يې د ٢٠١٤ کال وروسته په اړه خپلو پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي.
د اوباما او لوړ رتبه امریکايي پوځي چارواکو ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې کیږي، چې متحده ایالات له افغان جمهور رييس حامد کرزي غواړي چې له امریکا سره امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي.
خو كرزى ټینګار کوي، چې ترکومې پورې امریکا د افغانستان د سولې د پروسې په عملي کیدو کې مرسته ونه کړي او د خلکو پرکورونو حملې ونه دروي دی به ورسره دا تړون لاسلیک نه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


