له افغانستانه له مهالوېش او ټاکلي پلان سره سم د خپلو سرتېرو ايستو ته دوام ورکوو. دغه څرګندونې په واشنګټن کې يوې امريکايۍ سرچينې پژواک سره په مركه كې كړي او زياته كړې يې ده، چې د سرتېرو د ايستلو لړۍ ته به د راتلونکي
له افغانستانه له مهالوېش او ټاکلي پلان سره سم د خپلو سرتېرو ايستو ته دوام ورکوو.
دغه څرګندونې په واشنګټن کې يوې امريکايۍ سرچينې پژواک سره په مركه كې كړي او زياته كړې يې ده، چې د سرتېرو د ايستلو لړۍ ته به د راتلونکي پسرلي تر وروستيو دوام ورکړي.
تر دې مخکې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما اعلان کړى و، چې د ٢٠١٤ کال تر فبرورۍ مياشتې پورې به په افغانستان کې يواځې ٣٤ زره امريکايي سرتيري پاتې شي.
ياده امريکايي سرچينه زياتوي، چې د روان کال په اوږدو کې به د سرتېرو د ايستلو لړۍ تر هغو وغځېږي، چې شمېر يې هغې کچې ته ورسېـږي چې ټاکل شوې له کابل سره د امنيتي سند تر لاسليک وروسته په دغه هېواد کې پاتې شي.
د راپورونو له مخې، امريکايي جنرالانو جمهور رييس بارک اوباما ته وړانديز کړى چې د امنيتي سند له لاسليک وروسته بايد په افغانستان کې لس زره سرتيري پرېږدي.
امريکا ګواښنه کړې، که چېرې افغان حکومت ورسره امنيتي سند لاسليک نه کړي، نو د ٢٠١٤ له پاى ته رسېدو وروسته به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
يادې امريکايۍ سرچينې زياته کړې: ((اوس مهال په افغانستان کې ٣٤ زره سرتيري لرو، خو د سرتېرو د ايستلو لړۍ ته به تر هغې ادامه ورکړو، چې جمهور رييس اوباما د پاتې کېدونکو سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي.))
بلخوا نن په سپينې ماڼۍ کې د بارک اوباما په مشرۍ يوه امنيتي غونډه جوړېږي، چې په کې په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم ګډون کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


