امریکا سره امنیتي سند نه لاسلیکولو سره جمهور رييس كرزى له اور سره لوبې کوي. دغه څرګندونې د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون بریتانیا ته د سفر پر مهال د بي بي سي له یوه پروګرام ( نیوز نایټ) سره د مرکې پر مهال کړې
امریکا سره امنیتي سند نه لاسلیکولو سره جمهور رييس كرزى له اور سره لوبې کوي.
دغه څرګندونې د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون بریتانیا ته د سفر پر مهال د بي بي سي له یوه پروګرام ( نیوز نایټ) سره د مرکې پر مهال کړې دي .
نوموړي د جمهور رييس کرزي پر وروستیو څرګندونو د افسوس او مایوسۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د دومره قربانیو په ورکولو افغان حکومت باید د ناټو هیوادونو منندوي وي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې تر ټاکنو وروسته به نوى افغان جمهور رييس دا سند لاسلیک کړي.
د یادونې وړ ده، چې یوې بریتانوۍ ورځپاڼې ادعا کړې وه، چې جمهور رييس حامد کرزي ورسره د مرکې پر مهال په ډاګه کړې وه، چې که بریتانوي ځواکونه په هلمند کې نه وای، نو هلته به امنیت و، خو د جمهوري رياست دفتر له بي بي سي سره په خبرو كې ويلي چې ورځپاڼې د جمهور رئيس كرزي خبرې ناسمې تعبير كړي او بې ارتباطه يې را اخيستي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


