د سوریې حکومتي ځواکونو په حلب ښار باندې هوايي بمبار کړی، چې له كبله يې اتلس تنه وژلي شوي دي. دغه بمبار تېره ورځ شوى او په ترڅ كې يې بېرلي بمونه (بوشکه يي بمونه) له هلیکوپټرو غورځول شوې دي.
د سوریې حکومتي ځواکونو په حلب ښار باندې هوايي بمبار کړی، چې له كبله يې اتلس تنه وژلي شوي دي.
دغه بمبار تېره ورځ شوى او په ترڅ كې يې بېرلي بمونه (بوشکه يي بمونه) له هلیکوپټرو غورځول شوې دي.
په دې بمونو کې داسې بېرلونه یا اوسپنیزې بوشکې کارول کېږي چې؛ له چاودیدونکو موادو او فلزي ټوټو ډک شوې وي.
بايد وويل شي، چې له دې وړاندې هم په دې ښار كې له ورته بمونو كار اخيستل شوى دى.
د ازادۍ راډيو ويب پاڼې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې؛ مرکز یې په لندن کې دی؛ له قوله ليكلي، چې د دوشنبې د ورځې بمبارۍ کې د حلب ښار د هنانو، قادي عسکر او مواصلات په نومونو سیمې په نښه شوې وې.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وايي؛ د دې ښار اوسېدونکي د بېرلي بمونو د برېدونو له زیاتېدو وروسته په تېښته دي.
ویل کېږي چې، په وروستیو اوونیو کې د دا ډول بمباریو په ترڅ کې په حلب کې چې د سوریې لوی ښار دی؛ ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

