لوړ ولورونه اخيستل د افغاني ټولنې هغه ناوړه دود دی چې ځوانان او پېغلې يې له ګڼو ټولنيزو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي. يو لوری که لوړ ولورونه پوره کول ستونزمن دي، بل لوري ته بې كاري او په کورونو د نجونو کېناستل ډېرې ټولنيزې ستونزې لري.
لوړ ولورونه اخيستل د افغاني ټولنې هغه ناوړه دود دی چې ځوانان او پېغلې يې له ګڼو ټولنيزو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي. يو لوری که لوړ ولورونه پوره کول ستونزمن دي، بل لوري ته بې كاري او په کورونو د نجونو کېناستل ډېرې ټولنيزې ستونزې لري.
د هېواد په جنوب ختيځو ولايتونو کې ولورونه تر نورو هغو زيات اخيستل کېږي، دلته اکثريت ځوانان د ولور ګټلو په هدف عربي نړۍ او ګاونډيو هېوادونو ته په مزدوريو پسې ځي.
د ولور پوره کول که د نارينه ځوانانو لپاره يوه ستونزمنه مسئله ده، خو د نجونو لپاره هم ګڼې ټولنيزې ستونزې لري.
نجونې هم د زيات ولور له بدو پايلو سر ټکوي او وايي چې په دې اړه دې قومي مخور او ديني عالمان جدي اقدام وکړي.
انارګله په پکتيا كې يوه له هغو ښځو څخه شمېرل کېږي چې د ښځو د حقونو غوښتنه کوي.
د هغې په وينا، ولور اخيستل پر نارينه او ښځينه وو يو ډول اغېز كوي: (( که نارينه د ولور ګټلو لپاره نورې نړۍ ته په مزدورۍ پسې ورکېږي، خو نجونې په کور د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي، زموږ ژوند همداسې له ستونزو سره غاړه غړۍ دی.))
زرمينه يوه بله مدني فعاله ده او وايي چې د زيات ولور اخيستو له کبله ډېرى نجونو ته کورنۍ ستونزې پيدا کېږي.
هغه زياتوي، د ولور د ناوړه دود د راکمولو لپاره د مدني هڅو ګړنديتوب، د قومي مخورو پرېکړې او د ديني عالمانو تبليغات اړين دي: (( د ولور د راکمولو لپاره يوازې ديني عالمان او قومي مخور کولای شي تصميم ونيسي، زموږغوښتنه به له ديني عالمانو او مشرانو دا وي چې د ټولنې د اصلاح لپاره جدي واوسي او دا يوه ټولنيزه ستونزه وبولي، د دې ډول ستونزو لپاره مدني فعاليتونه، غونډې او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ګټور دي.))
ځوان هلکان هم د ولور له لوړوالي سر ټکوي او وايي چې ډېر همزولي يې د همدې ولور له کبله په نوره نړۍ کې د مسافرۍ ورځې شپې تېروي.
دوی وايي، د ديني عالمانو له لوري بايد خلکو ته د شرعي مهر او ولور تر منځ وضاحت وشي.
فريد احمدزی چې يو تن ځوان او مدني فعال دی، وايي چې افغاني ټولنه کې ډېر څه سره ګډ دي او د وضاحت لپاره يې تر اوسه پورې داسې څه اقدام نه دی شوی چې پر بنسټ يې دا ټولنه د فلاح او بري لوري ته لاړه شي: (( له ديني عالمانو مو غوښتنه دا ده چې د مسايلو په اړه وضاحت وړاندې کړي، دا د ولور مسئله ډېره مهمه ده، دلته د مهر او ولور ترمنځ توپير نه کېږي او نه يې خلک په اړه جدي دي، حال دا چې له همدې يوې مسئلې ډېرې ټولنيزې ستونزې را ولاړې شوې دي.))
ديني عالم مولوي شېرالرحمان وايي، د شرعي مهر کمه اندازه لس شرعي روپۍ ښودل شوې دي او زياته اندازه يې نه ده په ډاګه شوې.
نوموړی زياتوي، مهر د نجونو حق دی او دوی ته بايد ورکړل شي او په وينا يې، پلرونو ته په کار نه ده چې د مهر له پيسو څخه ګټه پورته وکړي: (( لومړی خو په شرعه کې ولور نشته، مهر دی، دويم دا چې دا مهر هم د ښځې حق دی، پلار يا ورور يې بايد د ځان په ګټه ونه کاروي.))
ولور يوازينۍ ستونزه نه ده چې د نجونو او هلکانو ژوند يې تريخ کړی دی، بلکې دلته د ټولنيز ژوند د کور ډېرې ستنې کږې دي او علت يې تر ډېره له دين او قانون څخه سرغړاوی بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


