ads

د کاندیدانو کمپاین او د خلکو انتخاب

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرو دوو دورو په نسبت چې جمهور رئیس کرزی په کې واک ته ورسېد، خورا ډېرې مهمې دي. ځکه دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې له یوې خوا افغان امنیتي ځواکونو امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخستي او له بل لوري د بهرنیو ځواکونو ماموریت د پای […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1392

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرو دوو دورو په نسبت چې جمهور رئیس کرزی په کې واک ته ورسېد، خورا ډېرې مهمې دي. ځکه دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې له یوې خوا افغان امنیتي ځواکونو امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخستي او له بل لوري د بهرنیو ځواکونو ماموریت د پای

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرو دوو دورو په نسبت چې جمهور رئیس کرزی په کې واک ته ورسېد، خورا ډېرې مهمې دي. ځکه دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې له یوې خوا افغان امنیتي ځواکونو امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخستي او له بل لوري د بهرنیو ځواکونو ماموریت د پای ته رسېدو په حال کې دی. دا ټاکنې له دې درکه هم مهمې دي چې په لومړي ځل سیاسي واک له سوله ییزې لارې انتقال مومي او افغانستان د ولسواکۍ پر لور روان دی. اوس که چېرې د دغو ټاکنو په ترڅ کې افغانان ښه انتخاب ونه لري او بې برنامې کاندید ته رایه ورکړي، ښايي راتلونکی حکومت تراوسني ډېر کمزوری واوسي.

د کلید خبریال نورولي سعید شینواری په دې اړه لیکي:

په راتلونكو څو ورځو كې به د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د رسمي كمپاين د پيل شاهدان وو. موندنې ښيي چې ډېری خلک د کاندیدانو په اړه لا هم په ډېر څه نه پوهېږي. د دې لپاره چې خلک د کاندیدانو له برنامو خبر شي، اړتیا ده چې د کمپاین په موده کې کاندیدان خپلې برنامې په پوره وضاحت تشریح کړي.

د ۱۳۹۳ لمریز كال د وري د ۱۶نېټې انتخاباتو په مرسته به افغانستان د ولسواكۍ په لاره كې د جمهور رئيس د انتخابولو درېيم ګام پورته كړي او دا به لومړى ځل وي چې زموږ سياسي واك به د ټاكنو له لارې په سوله ییز ډول انتقال شي.

د راتلونكو ټاكنو په اړه د عامه ذهيت معلومولو په هدف د كليد ګروپ موندنې ښيي چې ۹۶ اعشاريه ۸ فيصده افغانان په ټاكنو كې برخې اخستلو ته لېواله دي. كليد په لسو ولايتونو كې د ۱۴ مليونه وګړو په استازيتوب له ۱۲۵ كسانو سره د مركو له لارې دا هم معلومه كړې چې خلك د راتلونكو ټاكنو په لاره كې له امنيتي ستونزو، په ټاكنو كې د ښځو د ګډون پر وړاندې خنډونو او په عامه سطحه د ټاكنو د اهميت او کاندیدانو په اړه د اګاهۍ تتې پروسې ته يو څه اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمسیون هم د کاندیدانو د لګښتونو د مهارولو په هدف یوه نوې لایحه اعلان کړې. د کمسیون د دغې لایحې له مخې د جمهوري رياست كانديدان تر ۱۰ مليونه افغانيو او د ولايتي شوراګانو كانديدان له ۵۰۰ زره افغانيو زيات كمپايني مصارف نه شي كولى. د كمسيون چارواكو دغه راز پټكه کړې چې كه هر انتخاباتي ټيم د دوى له ټاكلې اندازې څخه زيات مصارف وكړي، نو د شكايتونو كمسيون ته به يې معرفي كړي. خو يو شمېر كتونكي بیا په دې باور دي چې دا كار به د كانديدانو كمپاين نه يوازې محدود كړي، بلكې په ټاكنو كې به له خلکو څخه د ښه انتخاب په برخه کې هم فرصت واخلي. په دې معنی چې ناخبره ولسونه د سالمۍ رهبرۍ په رامنځته کولو نه توانېږي.

منتقدین ټینګار کوي چې ښه انتخاب ته د رسېدو لپاره کاندیدانو ته پکار ده، د قانوني لارو په کارولو د كمپاين په روانه موده کې خپلې برنامې او پروګرامونو خلكو د هېواد په ګوټ ګوټ کې تشريح او د خپلې پېژندنې کچه لوړه کړي.

دوى زياتوي، د ټاكنو په اړه د عامه پوهاوي له لوړاوي او د کاندیدانو د برنامو له تشریح پرته بله هېڅ لاره نشته چې په مرسته يې افغانان غوره سياسي انتخاب ولري.

مدني فعال او شنونكى ګل احمد محبت په همدې عقیده دی. نوموړی وايي، كانديدان بايد د خپلو لګښتونو زياته اندازه د خپلو برنامو په اړه د عامه پوهاوي په لړۍ مصرف كړي: ((خپل ټيمونه د هېواد ګوټ ګوټ ته واستوئ تر څو خلك ستاسې له پروګرامونو خبر شي او بالاخره د يو غوره انتخاب په اړه فكر وكړي.))

ګل احمد زياتوي، د ولسواكۍ د دوام او سياسي واك د مشروع لېږد په هدف د كانديدانو د تګلارو تشريح او د كاميابۍ په صورت كې د حساب وركولو وعدې به د دې سبب شي چې په عامه كچه د يو غوره انتخاب فكر راپورته شي.

عارف الله حقپرست هم ورته نظر لري، خو په دې توپیر چې وايي د کاندیدانو له پروګرامونو به د خلکو بې خبري، په هېواد کې د کمزورې رهبرۍ واکمنېدو ته لاره خلاصه کړي، هغه وايي: ((كه موږ د رڼو ټاكنو خبره كوو، دا په دې معنی ده چې ولس به هم نه تېرباسو، كه ولس په ظاهري لباس وغولوو، دا ډول ټاكنې مشروعيت نه لري. بايد هغه څه روښانه شي چې انتخاباتي ټيمونه يې په رښتيا هم د ترسره كولو نيت لري، څو د ولس او راتلونكي حكومت تر منځ د ليكلي سند او تعهد په توګه پاتې شي.))

حقپرست وايي، دی هیله من دی چې د کمپاین په موده کې دی د خپلې خوښې کاندید ومومي او په انتخاباتو کې رایه ورکړي: (( که پروګرامونه تشریح نشي او خلک د کاندیدانو برنامې پرتله نه کړي، نو څنګه به خپله رایه وکاروي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA