ads

پاكستان د ډاکټر سپنتا خبرې رد کړې

پاکستان د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار هغه څرګندونې په كلكه رد كړي، چې ويلې وو، پاكستان لاهم په افغانستان كې سوله نه غواړي او د دې هېواد په چارو كې لاس وهنه كوي.     پاکستان د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار هغه څرګندونې په كلكه رد كړي، چې ويلې وو، پاكستان […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1392
پاكستان د ډاکټر سپنتا خبرې رد کړې

پاکستان د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار هغه څرګندونې په كلكه رد كړي، چې ويلې وو، پاكستان لاهم په افغانستان كې سوله نه غواړي او د دې هېواد په چارو كې لاس وهنه كوي.

 

 

پاکستان د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار هغه څرګندونې په كلكه رد كړي، چې ويلې وو، پاكستان لاهم په افغانستان كې سوله نه غواړي او د دې هېواد په چارو كې لاس وهنه كوي.

تېره پنجشنبه د افغانستان د ملي امنيت سلاكار ډاكټر رنګين دادفر سپنتا د خپل پاكستاني سيال هغه څرګندونې د افغانستان په چارو كې ښكاره لاس وهنه وبلله چې ويلې يې وو، طالبان ښايي د افغانستان له راتلونكي حكومت سره د سولې خبرې پيل كړي.

ډاكټر سپنتا وويل، پاكستاني چارواكي هڅه كوي په پاكستان كې جګړه ختمه كړي، خو په افغانستان كې يې د ځنډولو هيله لري.

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د ډاکټر سپنتا د وروستيو څرګندونو په ځواب کې په خپره شوې يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دوى تل د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کړې او اسانتياوې يې برابرې کړې دي.

خبرپاڼې زياته كړې چې، دوى په خپله د ترهګرۍ ښکار دي او له دې پديدې سره په مبارزه کې د نړيوالې ټولنې په سر کې ځاى لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA