د خوست ښار په لویدیزه څنډه ازادۍ مېنه کې د یوه لوی جومات کارونه بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. دا هغه ساحه ده، چې نیږدې دوه کاله وړاندې په کې د کورونو جوړول پیل شول او له مخې یې د ښاري ماسټرپلان په اصولو کارونه ترسره شول.
د خوست ښار په لویدیزه څنډه ازادۍ مېنه کې د یوه لوی جومات کارونه بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
دا هغه ساحه ده، چې نیږدې دوه کاله وړاندې په کې د کورونو جوړول پیل شول او له مخې یې د ښاري ماسټرپلان په اصولو کارونه ترسره شول.
له دې وړاندې هم د دې مېنې په یوشمېر برخو کې جوماتونه او نور ټولګټي کارونه شوي وو، خو دا جومات د نورو هغو په پرتله لوی او په ښه ډول جوړ شوی دی.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي د جومات په پرانیستغونډه کې وویل، دوی د خپلو کارونو په ترڅ کې ډېره هڅه د دیني مراکزو جوړولو ته کړې، چې دا یې هم یوه برخه وه.
نوموړي له ټولو دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو وعظونو او بیانیو کې خلک له ناوړه کارونو راګرځولو ته وهڅوي او د ښه لوري ته یې د سوق کولو هڅه وکړي.
نعیمي زیاته کړه، دغه جومات د متحده عرب اماراتو د پوځ د قوماندان له خوا په شخصي لګښت جوړ شوی، چې څه باندې ۲۶ ميلیونه افغانۍ پرې لګېدلې دي.
د خوست د حج او اوقافو ريیس مولوي اظهارالدین هم پر دیني علماوو غږ وکړ، چې د ټولو روانو ناروا کړنو په تړاو تبلیغ او د مخنیوي لپار ه یې هڅې وکړي.
د نوموړي په وینا، دغه جومات په درې نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په یوه وخت د زرو لمونځ كوونكو د ځاییدو وړتیا لري.
د مسؤلینو په وینا، د جومات د ملاامام لپاره د جومات ترڅنګ کور هم جوړ شوی او دغه راز د جومات ټولې لومړنۍ اړتیاوې اوبه او برېښنا هم پوره شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د عربي اماراتو د دولت او اشخاصو په مرستو د خوست ولایت په مختلفو سیمو کې نورې ټولګټې پروژې هم پلې شوې دي.
په پلي شویو پروژو کې د جوماتونو ترڅنګ د خوست د شېخ زاید پوهنتون ودانۍ د یادولو وړ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

