ads

امريكا: افغان حكومت د سړکونو د ساتنې وړتيا نه لري

امريكا وايي د افغانستان د سړكونو د ترميم لپاره له دې كبله پيسې نه وركوي چې افغان حكومت د سړكونو د ساتنې او څار ظرفيت نه لري. واشنګټن پورست ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له قوله ويلي، چې د دوى لپاره دا سخته ده چې د افغان لوري لخوا د څه نه کېدو په صورت کې […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1392
امريكا: افغان حكومت د سړکونو د ساتنې وړتيا نه لري

امريكا وايي د افغانستان د سړكونو د ترميم لپاره له دې كبله پيسې نه وركوي چې افغان حكومت د سړكونو د ساتنې او څار ظرفيت نه لري. واشنګټن پورست ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له قوله ويلي، چې د دوى لپاره دا سخته ده چې د افغان لوري لخوا د څه نه کېدو په صورت کې د سرکونو د

امريكا وايي د افغانستان د سړكونو د ترميم لپاره له دې كبله پيسې نه وركوي چې افغان حكومت د سړكونو د ساتنې او څار ظرفيت نه لري.

واشنګټن پورست ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له قوله ويلي، چې د دوى لپاره دا سخته ده چې د افغان لوري لخوا د څه نه کېدو په صورت کې د سرکونو د ترميم لپاره له خپلو مشرانو نوره بوديجه  ترلاسه کړي.

بلخوا بيا د افغانستان د  فوايد عامې و زارت دا ردوي او وايي، چې  د لويو لارو د خرابوالي او نه ترميم  زيات مسوليت د متحده ايالاتو د پراختيا ادارې يو اېس آى ډي پر غاړه دى.

ياد وزارت زياتوي، چې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې زيات سرکونه په خپل سر جوړ کړي، بهرنيو شرکتونو سره يې د دوى له خبرولو پرته قراردادونه کړي او د فوايد عامې وزارت د پرسونل د ظرفيتونو د لوړولو لپاره يې هم هېڅ اقدام نه دى کړى.

د سرکونو او لويو لارو د خرابوالى يو بل اصلي سبب د دولت د وسله والو مخالفانو لخوا د سړک د غاړې ماينونه هم ګڼل كېږي، چې په اکثرو چاودونو کې سرکونه کنډ او کپر او لوې کندې پکې رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA