يوې تازه نظر پوښتنې ښودلې چې د جرمني ډېرى وګړي په لانجمنو سيمو كې د دې هېواد د پوځ له ښكيلتيا سره مخالف دي. دغه نظر پوښتنه چې د يوه جرمني ټلويزيوني شبكې له خوا ترسره شوې له پوښتل شويو شاوخوا ۶۱ فيصدو يې ويلي چې نه غواړې د هېواد پوځ يې د نړۍ
يوې تازه نظر پوښتنې ښودلې چې د جرمني ډېرى وګړي په لانجمنو سيمو كې د دې هېواد د پوځ له ښكيلتيا سره مخالف دي.
دغه نظر پوښتنه چې د يوه جرمني ټلويزيوني شبكې له خوا ترسره شوې له پوښتل شويو شاوخوا ۶۱ فيصدو يې ويلي چې نه غواړې د هېواد پوځ يې د نړۍ په بهراني سيمو كې ځاى پر ځاى وي.
د جرمني د دفاع وزيرې اورزولا فون دير ليين څو ورځې وړاندې په يوې مرکه کى ويلې و چې جرمنې بايد په افريقا کي زيات دخالت وکړې او مالې ته بايد نور روزونکي هم واستوي او دغه راز جرمني بايد د مرکزي افريقا جمهوريت کي د فرانسي د دخالت ملاتړ وکړي.
جرمني د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته افغانستان ته په زرګونه عسكر استولي چې د نړيوالې ټولنې په دې دولس كلن ماموريت كې يې ګڼ شمېر پوځيان وژل شوي.
جرمني په پام كې لري چې د نړيوالو ځواكونو د ډېرى برخې تر وتو وروسته شاوخوا ۸۰۰ سرتيري په افغانستان كې د افغان ځواكونو د روزنې او سلا مشورو لپاره پرېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


