تهران د بارك اوبام د کلنۍ وینا هغه برخه چې ویلي يې وو؛ ایران اقتصادي بندیزونو خبرو اترو ته اړ ايست له حقیقته لېرې وبلله. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم وویل؛ دا فکر چې بندیزونو ایران خبرو ته اړ کړ؛ د تاریخ یو ناسم تعبیر دی.
تهران د بارك اوبام د کلنۍ وینا هغه برخه چې ویلي يې وو؛ ایران اقتصادي بندیزونو خبرو اترو ته اړ ايست له حقیقته لېرې وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم وویل؛ دا فکر چې بندیزونو ایران خبرو ته اړ کړ؛ د تاریخ یو ناسم تعبیر دی.
مېرمن افخم وویل، اوباما وايي، امریکا اټومي وسلې ته د رسېدو په برخه کې د ایران مخنیوی خپل ستر بریالیتوب بولي، په داسې حال کې چې د دې په وینا دا خبره ځکه غلطه ده چې ایران هېڅکله هم د اټمي وسلې د جوړولو هڅه نه ده کړې.
جمهور رييس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د امریکا ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل، له ایران سره په تېره نوامبر میاشت کې موقته موافقه د اقتصادي بندیزونو د فشار په نتیجه کې ترلاسه شوه.
د دې موافقې له مخې تهران ژمنه کړې چې د محدودو اقتصادي بندیزونو په بدل کې به د خپل اټومي پروګرام ځینې حساسې برخې بندوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

